کندز کي ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

دکندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کي وسله والوطالبانو دعسکرو په پوستو وسله وال بریدونه ترسره کړي، چي په ترڅ کي يې ۲۰ عسکر وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، چي وسله والو طالبانو تیره ورځ دچهاردرې ولسوالۍ په ۶ پوستو پراخ تعرضي بریدونه پيل کړل، چي له څوساعته جګړې وروسته يې دسرک بالا په سیمه کي یوه پوسته ونیوله او د۶ ټانګونو او ۱ صرف موټر په ګډون يې زیات شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.

په جګړه کي یو طالب هم وژل شوی دی.

دکندز امنیتي چارواکو ویلي، چي دچهار درې ولسوالۍ په جګړه کي ۶ عسکر وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي، چي دټپيانو شمېره يې نه ده ښودلې.

دکندز چارواکو هم منلې، چي طالبانو دعسکرو شپږ پوځي ګاډي او وسلې له ځان سره وړي دي.

دا جګړه په داسي مهال کیږي، چي څه موده وړاندي وسله وال طالبان دکندز تر ښاره ورسیدل او په سلګونوعسکر يې ټپيان اوووژل.

ویل کيږي، چي اوس هم دکندز ولایت پراخي سیمي د طالبانو په ولکه کي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button