دهلمند د امنیت آمر غلام جیلاني خروټی د سختو زخمونو له امله ومړ
عزم ټکی اورګ/ دهلمند ولایت د امنیت آمر غلام جیلانيخروټی چې څه موده وړاندي د ماین په چاودنه کې شدید زخمي شو تیره ورځ یې د سختو ټپونو له امله په کابل کې د ملي امنیت په روغتون کې ساه ورکړه.
خبر زیاتوي غلام جیلاني خروټی هغه مهال له څلورو ساتونکو سره یوځای زخمي شو، چې د سپرلي موټریې د لښکرګاه او مرجې په غزیدلي سړک د طالبانو له لوري په ښخ کړل شوي ماین وربرابر شو.
د هلمند امنیتي چارواکو ویلي غلام جیلاني خروټی یو زوړ او باتدبیره قومندان وو، د نوموړي په مټ د لښکرګاه او مارجې لار د یو لړ خاصو عملیاتو په نتیجه کې پرانیستل شوه.
احمدبشار