مارک ویلش: په افغانستان کې به دامریکا هوایی بریدونه زیات شي

د امریکا د هوايي ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک ویلش ویلي، په نژدې راتلونکي وخت کې به په افغانستان کې دامریکا د هوایي ځواکونو هوايي بریدونه زیات شي.

دا اعلان وروسته له هغه کیږي چې تیره اونۍ د امریکا جمهور ريس اوباما خپلو ځواکونو ته په افغانستان کې د جګړې تازه حکم ورکړ.

په ۲۰۱۴ کې امریکايي ځواکونو له جګړې لاس واخیست، امریکايي چارواکو وویل چې د ۲۰۱۶ پوري به ټول جنګي عسکر له افغانستانه وباسي، خو له هغې نیټې تر اوس وخت پوري د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د امریکايي ځواکونو له لوري وخت ناوخته بمباري او شپني عملیات او چاپې ترسره کیږي.

د اوباما له تازه اعلان وروسته طالبانو په یوه اعلامیه کې خپل عکس العمل وښود، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه پیغام کې وویل،   موږ دغه د جګړې او اشغال اوږدولو هڅه غندو او امریکایانو ته ور په زړه کوو چې د افغانستان ملت په تیرو ۱۵ کالو کې ستاسو د هر راز قوت استعمالولو په وړاندې په متانت سره دریدلی او موږ د یوه ملت په حيث ستاسو د اشغال پر ضد مقدس جهاد پرمخ وړو، زموږ شاتګ، ناکامي او د مبارزې پريښودلو فکر مو له سره وباسئ، دا چې ستاسو لخوا روزل شوي عسکر،  پولیس، استخباراتي کارمندان او اربکیان چې شمیر يې تر ۵ لکو پورې رسیږي ؛ نشي کولای د مجاهدینو په وړاندې پښه ټينګه کړي، هره ورځ تلفات ويني، سيمې پريږدې او تښتې او دا دی اوس بیا تاسو ته زارۍ کوي چې څنګ په څنګ ورسره د افغانانو پرضد وجنګيږئ، دا پخپله د دې خبرې دلیل دی چې تاسو له یو ګروپ یا ډلې سره نه یاست مواجه؛ بلکي له یو ملت سره مو جګړه پيل کړې ده، د ملتونو په وړاندې وحشت ترسره کیدلای شي، ظلم ورسره کیدلای شي، هیواد يي اشغال کیدلای شي، هدیري او زندانونه پري ډکیدلای شي خو اراده يې نشي بد لیدلی.

ډیری شنونکي‌په دې اند دي،دامریکاله لوري داډول خبرتیا کومه نوې خبره نه ده په تیرو ۱۵ کالو کې امریکایانو خپلې ټولې حربې وکارولې خوپه افغانستان کې یې د حکومت د مخالفو وسلوالو مقاومت کمزوری نه کړای شو،بلکې ورځ تر بلې پیاوړی کیږي، نو فکر نه کوي چې د اوباما دا تازه حکم دي په مقابل لوري منفي اغیز وغورځوي.

احمدبشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button