د روژې اته ویشتمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

معززو دوستانو ، اسلام وایی چی په روژه کی مسلمان د دوو ساتنو او دوو خوشحالیو سره مخامخ کیږی .

ساتنی :

الف ـ د شیطان د وسوسو څخه ژغورلی وی ( ځکه چی شیطان تړلی وی ) ؛ ب ـ د الهی عذاب څخه ساتلی وی ( ځکه چی جسمانی او روحانی روژه یې وی ) .

خوشحالۍ :

الف ـ کله چی روژه ماتی کوی ؛ ب ـ کله چی د الله سره قربت او محبت حاصلوي .

 علماوو ویلی دي چی روژه د الهی مینی او محبت یوه ښه بیلګه ده ، او د الله (ج) یاد ، ذکر او ثنا ډیر وی چی پایله یې تقوا ده . روژه د انسان اراده او عقیده ټینګوی او ځکه یې نو عقل پر نفس ( یعنی اضافی خواهشاتو ) غلبه حاصلوی او واقعی انسان او مسلمان ورڅخه جوړوی . او دا هم اته ویشتمه تحفه . باید ووایم چی د ټولو برخو ځوابونه به انشاالله د مبارکی روژې له ختمېدو وروسته وړاندی کړم ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

 

پوښتنی :

۱ ـ « بېشکه مؤمنان وروڼه دي » ، دا خبره په کوم سورت او کوم آیت کی سوې ده ؟

۲ ـ د قرآن مجید په کوم سورت کی د جنازې د لمانځه حکم سوی دی ؟

۳ ـ د بدر د غزا تر پیلېدو مخکی رسول الله (ص) کوم آیت تلاوت کړ ؟

۴ ـ د قرآنکریم د کوم سورت هر آیت د ( د ) په حرف او د کوم سورت هر آیت د ( س ) په حرف سره ختمیږی ؟

۵ ـ په قرآنکریم کی تر ټولو اول کومه دعا راغلې ده او چیری ؟

۶ ـ په اسلام کی د مزدورانو په هکله څه امر سوی دی ؟

الف : د هغوی احترام باید وسي ؛

ب : د هغوی مزدوري د هغوی د خولو تر وچېدو مخکی باید ورکول سی ؛

ج : هغوی ته باید خواړه او څښاک ورکول سی ؛

د : په هغوی باید ډیر کار ونسي .

۷ ـ لوح محفوظ د څه شي څخه جوړ سوی دی ؟

الف : د سپین ګوهر څخه ؛

ب : د زرین ګوهر څخه ؛

ج : د شین ګوهر څخه ؛

د : د سور ګوهر څخه .

۸ ـ د یو انسان توبه تر کوم مهاله قبلیږی ؟

الف : قبر ته تر تللو پوری ؛

ب : د زکندن تر لږ مخکی پوری ؛

ج : تر مړینی وروسته پوری لا ؛

د : په قبر کی تر ایښودلو پوری .

۹ ـ مکه په کوم کال کی فتح سوه ؟

الف : د پیغمبر (ع) تر وفات وروسته ؛

ب : اووم هجری ؛

ج : اتم هجری ؛

د : نهم هجری .

۱۰ ـ د رسول الله (ص) د اوښی ( یعنی ماده اوښ ) نوم څه و ؟

الف : قصوأ ؛

ب : بیرحأ ؛

ج : حیزوم ؛

د : بُراق .

او دا هم د نن زرین اصل : ډیرئ خلک عجیبه دي . کله چې د دوی د ګناه په اړه خبره وسي نو په ټینګار سره وایی چی « ﺍﻟﻠﻪ ﻏﻔﻮﺭ او ﺭﺣﻴﻢ دی » . خو د نورو د ګناه په اړه بیا په تأکید سره وایی چی « ﺍﻟﻠﻪ سخت عذاب ورکوونکی دی » !

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button