کندهار کي خپل منځي جګړې ۱۱ سرحدي پولیس وژلي
داروزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چي دکندهار او اروزګان ولایتونو دپولیسو ترمنځ په خپل منځي جګړه کي له دواړو لوریو یوشمېر کسان ټپیان او وژل شوي دي.
داروزګان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال توریالی عبدیان ویلي، چي جګړه تیره شپه ددواړو لوریو ترمنځ دکندهار – اروزګان په لویه لاره دشاوليکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کي رامنځ ته شوې ده.
دتوریالي په خبره، چي ددواړو ولایتونو دسرحدي پولیسو په خپل منځي جګړه کي له دواړو لوریو ۳ تنه وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
خو داروزګان یوې امنیتي سرچینې، چي دنوم له څرګنديدلوڅخه یې ډډه کړې ویلي، چي په دغې جګړه کي له دواړو لوریو ۱۱ تنه پولیس وژل شوي دي.
دغې سرچینې خبر ورکړی، چي تیره شپه داروزګان پولیسو دکندهار په پولیس برید کړی، چي دکندهار درې سرحدي پولیس یې وژلي دي.
وروسته چي کله داروزګان ولایت پولیس له برید څخه بیرته ستنیدل، د کندهار پولیسو کمین ورته نیولی وو، چي دارزوګان درې تنه پولیس يې ځای په ځای وژلي او پنځه تنه يې په غرونو کي تر تعقیب وروسته وژلي دي.
داروزګان چارواکو ویلي، چي دوی دپيښي په اړه پلټني پيل کړي او سیمي ته یې يوپلاوی ليږلی دی، ترڅو دپيښي په اړه بشپړه څېړنه وکړي.
دکندهار چارواکو ددغې پيښي په اړه څه ویلي نه دي.
عادل خپلواک