سبا جمعه په زيات شمېر اسلامي هیوادونو کي دکوچني اختر لومړۍ ورځ ده

دسعودي عربستان حکومت اعلان کړی، چي ددغه هیواد په بېلابېلوسیمو کي دشوال میاشت ليدل شوې او سبا به دکوچني اختر لومړۍ ورځ وي.
دسعودي شاهي دربار ویلي، چي نن ماښام ددغه هیواد ستري محکمې چي مرکز یې په طائف کي دی یوه غونډه لرله او په غونډه کي يې دهیواد په بېلابېلو سیمو کي دشوال میاشتي دليدلو راپورونه وڅيړل.
دراپورونو تر څېړلو وروسته چي کله دشاهدانو عدالت څرګند شو، نو محکمې پرېکړه وکړه، چي سبا جمعه به دکوچني اختر لومړۍ ورځ وي.
په سعودي عربستان برسېره به سباپه افغانستان، متحده عربي اماراتو، قطر، اردن، ترکیه، ماليزیا او ګڼ شمېر نورو هیوادونو کي داختر لومړۍ ورځ وي.
عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button