عبدالرحمن السديس په  ۳۲ ځل په حرم شريف کې د تراويحو ختم وکړ

9fb74abe-62b7-402a-a733-b49f1e358211_16x9_600x338

مکه مکرمه(عزم ، پنجشنبه ۲۵ چنګاښ ۹۴ )د بيت الله شريف امام  او نوميالی ديني عالم  قاري (عبدالرحمن السديس) په ۳۲ ځل په رمضان المبارک کې د تراويحو د ختم وروستۍ سيپاره ولوسته  او دعا يې وکړه.

د العربيه تيلويزيوني کانال د خبر له مخې د رمضان المبارک په مياشت کې چې په بيت الله شريف کې کومو قاريانو په تراويحو کې د قرانکريم ختم کاوه په هغوی کې قاري عبدالرحمن السديس هم شامل و.
نوموړي په حرم کې د قرانکريم د ختم په وروستۍ شپه وروستۍ سيپاره ولوسته  او د قرانکريم د ختم دعا يې وکړه.
نوموړي له تېرو ۳۲ کالونو راهيسې په حرم شريف کې دختم تر څنګ د قرانکريم وروستۍ سيپاره او د قرانکريم د ختم دعا کوي.
په رمضان المبارک کې دعباداتو د فضيلت له امله ګڼ شمېر مسلمانان دعمرې د اداء کولو له پاره بيت الله شريف ته ورځي او د ختم په وروستۍ شپو کې د لمونځ کوونکو شمېر نور هم زياتيږي .
د يوې شمېرنې له مخې د تېرې شپې دختم په مراسمو کې شاوخوا شل لکه لمونځ کوونکي موجود وو.
عبدالرحمن السديس په ۱۹۶۰ ميلادي کال د فبرورۍ د مياشتې په لسمه نېټه د سعودي عربستان په البکيريه سيمه کې زېږېدلی  ۱۹۷۹ زيږديز کال يې د رياض  له علمي معهد څخه د قرانکريم د حفظ ممتاز شهادت نامه تر لاسه کړه او په ۱۹۸۳ ميلادي کال  په ياده مدرسه کې د استاد په توګه وټاکل شو چې وروسته په جامعه اسلاميه او جامعه ام القری کې يې هم دقرانکريم د ښوونکي په توګه دندې ترسره کړي دي.
په لومړي ځل په  د ۱۴۰۴/ ۸/۲۲  نېټه د يکشنبې په  ورځ په بيت الله شريف کې  د مازديګر د لمانځه امامت وکړ چې اوس هم د حرم شريف د امام او د حرم شريف د امامانو د رئيس په توګه دنده ترسره کوي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button