د شمالي کوریا ورزشکاران د اسیايي لوبو په موخه چین ته رسېدلي

عزم(شنبه‌، د وږي ۲۵مه، ۱۴۰۲): رویټرز راپور ورکړی چې د شمالي کوریا لوبغاړي د اسیایي لوبو په پار تېره پنجشنبه د چین هانګ چو ښار ته رسېدلي دي.
د رویټرز د خبر له مخې، له ۲۰۱۸ راهیسې دا لومړی ځل دی چې شمالي کوریا خپل لوبغاړي بهرني هیواد ته استوي. د شمالي کوریا ورزشکارانو په ۲۰۱۸ کال کې د اندونیزیا په کوربتوب اسیايي سیالۍ کړې وې، چې بیا یې بهرنیو هیوادونو ته د لوبغاړو پر تګ بندیز لکولی و.
دې هیواد د کرونا وبا له راتلو سره سم، بهر ته پر تګ راتګ بندیز اعلان کړ. دوی له ۲۰۲۰ راهیسې نورو هیوادونو ته د خپلو اتباعو له استولو ډډه کړې وه.
تر دې وړاندې په تېره اګست میاشت کې د شمالی کوریا د تکواندو لوبغاړو په قزاقستان کې د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی وو.
دا په داسې حال کې ده چې افغان والیبال ملي لوبډله هم د اسیایي لوبو لپاره تېره پنجشبه د چین هانګ چو ښار ته تللې ده. ویل کیږي چې په دې لوبو کې به د افغانستان د بدني روزنې د ریاست د ۱۷ فارمټونو ورزشکاران برخه واخلي.
د یادونې وړ ده چې د اسیا ۱۹ پړاو المپیکي لوبې د چین په هانګ چو ښار کې ترسره کیږي چې د سپتمبر له ۲۳مې نیولې د اکتوبر تر اتمې به دوام ومومي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button