د کانونو او پټرولیم سرپرست: په تېرو دوو کلونو کې مو د اووه میلیارده امریکایي ډالرو هوکړهلیکونه لاسلیک کړي

عزم(شنبه، د وږي ۲۵مه، ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور ویلي چې د اسلامي امارت د بیاځلې واکمنېدو راهیسې یې د اووه میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي.
ښاغلي دلاور ویلي چې دا تړونونه د کانونود اېستنې او پانګونې په خاطر له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان زیاتوي چې په تېرو دوو کلونو کې یې د ۲۰۰ کوچنیو کانونو د کېندنې تړونونه هم کورنیو شرکتونو ته ورکړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کوي چې اوس مهال، د بدخشان د سرو زرو، د غور د جستو او سربو، نفتي حوزې او د پنجشېر د اوسپنې کانونه د پانګونې لپاره چمتو دي.
وزارت له پانګوالو او د شرکتونو له مسوولنیو غوښتي چې په پورته یادو شویو کانونو کې دې پانګونه وکړي.
له بلې خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې افغان دولت مکلف دی چې پانګوالو ته د پانګونې په موخه هر ډول لازمې اسانتیاوې چمتو کړي.