دا فکر ناسم دی

احمد منصور

موضوع ډېره پیچیده او جالبه ده. په عنوان ټاکلو مې ډېر فکر وکړ، بس په ياد مې را پيل کړ. دې ليکنې لیکلو ته هغې وايرل شوې ويډيو اړ کړم چې يو قاري صيب خپل شاګرد په بې رحمۍ وهي. دا چې ګناه او تېروتنه يې معلومه نه ده نو ځکه هڅه به مې دا وي چې پکې له افراط او تفريط ډډه وکړم.

عموماً استاذان د لارې مشالونه او ننني شاګردان د ټولنې د راتلونکي رهبران وي. دغه دواړې طبقې لازم او ملزوم دي. ويډيو ځکه غبرګونونه درلودل چې استاذ خپله استاذي يا مزاج پاللی، تاديبي وهل يې نه شو بللای ځکه چې څوک هم ورسره مشکل نه لري. خو په دې فکر يا د کوچنۍ تېروتنې له امله  شاګرد، زوی يا کوچنی ورور وهل چې زما رعب پرې وي يا را نه تل ډار ولري، حماقتي فکر ده. په تاسف سره بايد ووايم چې همدا فکر زمونږ په ټولنه کې ډېر عام دی.

که واقعیت ووايو، مونږ پخپله د خپلو کشرانو په دې ضربي او غوصه ناک فکر روحيه او جذبه وژنو.

يو کتاب مې لوست، يو عرب لیکلی او زمونږ يوه افغان په ساده پښتو ژباړلی دی، نوم يې《له ژونده خوند واخلی》و. ليکوال تر ډېره خپلې تجربې، په ټولنه کې د ښه شخصيت جوړېدو پاينټونه، مثبت او منفي کردارونه شريک کړي وو. په والدينو او استاذانو باندې يې هم يو لنډ بحث کړی و، نو غواړم هغه تاثر له تاسو سره هم شريک کړم. يادې طبقې يې په دوه دوه کټګوریو تقسيم کړې وې:

استاذ

۱- يو هغه استاذ وي چې د خپلو شاګردانو اوري، دا درک کولای شي چې د تدريس کوم انداز د شاګردانو خوښيږي او شاګردان يې هم د خپلې خوښې استاذ بولي؛ شاګردان يې له درسګاه تر ادارې/کوټې او له ادارې تر درسګاه بدرګه کوي؛ د هر ډول سوال، نقد او نظر شريکولو اجازه يې خپلو شاګردانو ته ورکړې وي.

۲- بل هغه استاذ وي چې د شاګردانو د ذوق مطابق د درس انداز نه لري، له سوال، نقد او نظر بده مني، تریو تندی يې وي، هیڅ شاګرد زړه نه شي کولای چې تر ادارې يا تر درسګاه يې بدرګه کړي.

پلار

۱- يو هغه پلار وي چې په راتګ یې ټول کور خوښيږي، مخې ته يې ورځي، د اورېدنې، د کور په کارونو کې د رهبرۍ، مشورې اورېدو او ورکولو خاصيتونه ولري چې بچيان ورسره له ناستي، نه ویريږي.

۲- یو هغه پلار وي چې کور ته راشي په کورنۍ يې غم وي، بچیان ورسره ناستې ته زړه نه ښه کوي، که پلار يې کوټه/کمره کې وي، زوی يې برنډې ته ځي؛ که پلار يې برنډه کې وي، زوي يې کوټې ته ځي، او د نظر/مشورې اورېدلو او ورکولو عادت نه لري.

ياده را پېژندنه يې زما ډېره خوښه شوه.

بهتره ده چې مخکې له استاذ او پلار جوړېدنې  په ځان کې د بچیانو او شاګردانو د راټوليدا هنر زده کړو. د ضرب فکر نه تنها ناسم ده، بلکې زيانونه لري، ځکه چې د شاګرد او بچي زړه له درسونو توروي او د يو داسې ملګري انتخاب ته يې اړ کوي چې کامل په ذوق يې وي، له بدو يې نه راګرزوي او هېڅ ښه لاره نه ورښايي. په داسې حالت کې بېرته ملامت بيا پلار او استاذ دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button