ښکاره حقیقتونه؛ ړانده قضاوتونه!

میا هدایت الله محمدي
له کله څخه چې د ا. ا. مشرانو واک تر لاسه کړ، له هماغې ورځې تر نن پورې ځینې مغرض فعالان، مبصرین، لیکوالان او د ټولنیزو شبکو مخکښ غړي په ړندو او کاذبو قضاوتونو پیل کړی، دغه خلک وخت ناوخت په خپلو تبصرو او پوسټونو کې د ا.ا.ا مشران په کور دننه د افغان وګړو په بې ځایه ځورولو، ظلم، غږ نه اورېدلو او نور ډول ډول تورونو تورنوي او همدارنګه د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له لوري له افغانانو سره د روان ظلمونو د نه مخنیوي او نه ننګې په اړه تبصرې او پوسټونه کوي، دوی حتی کله کله که کومه ناوړه یوه نېمه پېښه وویني؛ بیا نو سوژه ورته پیدا شي او تر هغې کچې موضوع ته په خپلو مغرضو لیکنو او تبصرې کې انعکاس ورکوي، چې ګواکې افغانستان هېڅ صاحب او مالک نه لري، یا د افغانانو د غږ اورېدو هېڅوک نشته.
دا مبصرین(!) کله د بیرغ خبره هم کوي، کله د افغانستان د شان او شوکت خبره کوي، کله د خاورې د خرڅلاو خبره کوي، کله د ګاونډیو فرمایشونو ته د ا.ا. د مشرانو لاس په سینه د ودرېدو او غلامۍ خبره کوي، کله یو ډول کله بل ډول بوچ، ړانده او له حقیقت لرې لیکنې، تبصرې، نظرونه او قضاوتونه کوي؛ خو که حقیقت ته وګورو خبره بیا بل ډول ده، هغه دا چې افغانانو او افغانستان اېله اوس خپل شان او شوکت پیدا کړ. اېله اوس د مالک او صاحب څښتنان شول. ایله اوس به د هر چا له رویې سره بلمثل رویه کوي او له هر چا سره به د شویو نارواو په اړه د حساب کتاب باب پرانیزي.
لومړی راځم دې ته چې په داخل د افغانستان کې اوس هغه حال نه دی، کوم چې دا شل کاله پخوا و. په شلو کلونو کې د افغانانو سر او مال خوندي نه و. د بهرنیو اشغالګرو شپنۍ چاپې، ړاندې بمبارۍ، د خوښیو او غم په مراسمو بمبارونه، په کلینکونو، مدرسو او ښوونځیو بمبارونه، د مور د بمونو په شان د درنو او زهري وسلو ازماېښت، په بمونو د افغانانو کېنول او بیا یې الوزول او دې ورته نورې په زرهاوو بوږنوونکې پېښې.
اوس لله الحمد هېڅ نشته! د هېچا د کور دروازه بې اجازې او پوښتنې نه ده ټکول شوې، هېڅوک بې له کوم ښکاره جرم او ظلم څخه زندان ته نه دي اچول شوي، هېڅ بهرني اشغالګر د چا په کور، مال او ناموس د تېرې اراده نه ده کړې؛ نو اوس ولې دا وخت او حاکم له پخوانیو بدتر او خراب بولو؟
بل ځینې مبصرین (!) په کور دننه د ګرانۍ او خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کا او وخت ناوخت خپل ځانونه له دغو سوژو تغذیه کوي. په دې اړه که موږ اوس د نړۍ د پرمختللیو هېوادونو حالاتو ته وګورو او یا هم که دا نږدې دېوال شریکه ګاونډیو حالاتو ته وګورو، له موږ سره خورا زیات توپیر لري، دلته نسبت د نړۍ له نورو هېوادونو او د چم ګاونډ له هېوادونو بیا هم حالات قابو دي او تر هغې کچې پورې وضعیت نه دی رسېدلی چې حاکم واکداران دې خدای ناخواسته د ګرانۍ، قرضدارۍ او نورو ستونزو په مقابل کې کچکول په غاړه کړي او هر دله او دوس ته دې خسکي خسکي شي؛ بلکې دلته اوس د هماغه پرمختللیو هېوادونو پانګوال او د ګاونډیو هېوادونو متخصصین او پوهان د کار او موزد له پاره منډې راوهي، چې دا د افغانانو له پاره د ویاړ او سرلوړۍ مقام دی.
بله خبره چې نن سبا ډېره ګرمه ده او د رسنیو د خبرو سرټکي دي هغه د تورخم د دروازې د بندېدو او په پاکستان او ایران کې د افغان ګډوالو په نیولو، بندي کولو او ځورول روانه ده، مغرض او ړانده مبصرین له دغو خبرونو هم ځان ته سوژې جوړې کړي او کله کله پرې دروغجنې تبصرې کوي.
د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي مولوی امیر خان متقي په مدبرانه هڅو د تورخم دروازه خلاصه شوه او دا مساله اوږدې کاشلې او جنجال ته پرېنښودل شوه؛ خو ړندو مبصرینو له دغې مسالې هم لویه معضله جوړوله او ولس ته یې داسې انعکاس ورکاوه چې ګواکې اوس داسې څوک نشته چې له پاکستاني چارواکو څخه دې د دې ناروا په اړه پوښتنه وکړي؛ خو لله الحمدلله دا مساله په ښه حکمت حل شوه او اوس افغان سوداګر، دواړو غاړو ته بند پاتې وګړي او افغان ولسونه تګ راتګ کولای شي.
د تورخم دروازه دا لومړی ځل نه دی چې بنده شوې او نه به هم اخرینی ځل وي، دا دروازه په تېرو شلو کلونو کې میاشتو میاشتو هم بنده شوې؛ خو هغه وخت بندېدل او اوس بندېدل یې خورا لوی توپیرونه او لاملونه لري، چې دا موږ او تاسو ټولو ته ښه معلوم دي.
راځم د فیسبوکي مبصرینو تبصرو ته، دوی دومره د لوېدلي احساس خاوندان دي چې د تورخم دروازې بندېدل هم د امارت د مشرانو په بې کفایتۍ او بې غورۍ تپي او په دې برخه کې دومره ړانده قضاوتونه کوي چې د ا.ا. مشران ګاونډیو ته په غلامۍ تورنوي او د ګاونډیو د تیریو په مقابل کې حاکم نظام ته د انتقاد نغوتې کوي.
که دوی دې زاویې ته هم د حقیقت او بې پلوۍ په عینکو وګوري؛ نو وجدانونه به یې ارام شي.
موږ که په تېرو شلو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د بهرني سیاست او راشه درشې شالید وګورو او د اوسني نظام رویه، نو جوت ځواب او ښکاره تفاوتونه مو سترګو ته ودریږي.
پخوا به د پنځوس میلیونو افغان وګړو له منځه په یوه میلیون تقلبي رایو حاکم (پاچا سلامت) او د اماني فکر او لارې ارمانجن (!) د ټاکنو په ورځو کې له ګاونډیو د باور او اعتماد رایه اخېستله، خپله بریا به یې د دوی په لوړو نمرو او حلقه بګوش غلامۍ کې لټوله، په خپلو دورو کې به یې په لسګونو ځله سفرونه ورکول او د جي اېچ کیو او سپاهي سپادارانو په دهلیزونو کې به یې منډې وهلې، ترڅو هغو د ملاقات او لیدنو فرصت ورکړي، نن هماغه چوهدریان، اربابان او اخندان دلته منډې راوهي او د افغان حاکمانو په دهلیزونو کې له دوی سره د لیدنو او ملاقاتونو انتظارونه کوي.
د ا.ا. کوم حاکم او مسؤول چارواکی نن د ګاونډویو په محالفو کې لیدل شوی؟ چا ته یې سرونه ټېټ کړی؟ له چا یې د خپل نظام او واک د غځیدو غوښتنه کړې؟ نو بیا ولې دا سیاسي مغرض مبصرین(!)، مدني فعال(!) او د ټولنیزو شبکو مخکښ غړي په هسکو دېوالو سپیرې خاورې موښي او ړانده قضاوتونه کوي؟
بله خبره په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو د ځورولو وه، دا یوازې د افغانستان او ګاونډیو خبره نه ده، بلکې په ټوله نړۍ کې دا یو اصل او قانون دی چې بې اسنادو وګړي نيول کېږي، د پوښتنو او معلوماتو له پاره قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي، افغانان که په افغانستان کې هم له اسنادو پرته کوم بهرنی وګړی وویني نو شک یې پرې کیږي او د پوښتنو په پار یې مسؤولو چارواکو ته سپاري؛ که مجرم وي عدلیي او قضایي اګارنونو ته یې سپاري او که کوم جرم ونه لري، له افغانستان د وتلو مهالوېش ورته ټاکي.
له هېواد بهر د افغان بندیانو په اړه د ا.ا. د ټولو مشرانو هڅې د ستاینې وړ دي، په ځانګړې ټوګه د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي په نه ستړي کېدونکو هلو ځلو له ایراني اخندانو څخه په اعدام محکوم سلګونه افغان بندیان را خلاص او خپل هېواد ته په عزت راستانه کړای شول. همدارنګه په سلګونو افغان بندیان د پاکستاني چوهدریانو په زندانو کې بندیان وو چې د بهرنیو چارو وزارت په نه ستړي کېدونکو هلو ځلو راخلاص شول او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د ټولنیزو رسنیو مبصرینو! تاسو ته به یاد وي چې په شلو کلونو کې دا چاره څه ډول وه؟ تاسو به د حامد کرزي د دورې هغه پېښه هم یاده وي چې سرحدي سیمه کې نښته وشوه او سمدستي حامد کرزي رسنیزه غونډه جوړه کړه او پاکستان ته یې د ګواښ په توګه وویل چې:
ګر نداني غیرتی افغان ام
چون به میدان امدی میدانی ام
په سبا یې له چوهدریانو څخه بښنه او معذرت وغوښت او د افغانانو په غرور یې سپېرې خاورې واړولې.
تاسو ته به ښه یاد وي چې هغه وخت په ګاونډیو هېوادونو کې زموږ د عامو افغان کډوالو څه چې ان د ډیپلوماتانو حیثیت تر پښو لاندې و او حتی هغوی هم خپل ځانونه خوندي نه بلل. په پېښور کې جنرل قونسل عبدالخالق فراهي سره څه وشول؟ چا یې پوښتنه وکړه؟ له افغان سفیر نجیب الله علیخېل سره څه وشول؟ لور یې چا وتښتوله؟ چا یې پوښتنه وکړای شوه؟ دغسې د تورخم دروازه د چا په وخت کې جوړه شوه؟ د هغه وخت د فواید عامې د وزیر یما یاري، د ننګرهار د والي شاه محمود میاخېل او نورو ګڼو افغان چارواکو له لوري د تورخم د دروازې پرانسته ونشوه؟ د باډر منجمنټ په نوم د افغانانو په سینې اغزن تار تېر نه شو؟ د امنیتي همکاریو په نوم له پاکستان سره د (SOP) په نوم د افغانانو غیرت او غرور لیلام نه شو؟ تاسو هغه وخت ولې خولې تړلې وې؟ هغه وخت مو سترګو لید نه کاوه وجدان مو احساس نه درلود؟
نن څنګه لکه وږي لېوان په خپلو رښتینو مشرانو خولې لګوئ؟ ولې د کینې، حسد او خودخواهۍ په مردارو رنځونو اخته یاست؟
تاسو ته یاد نه دي چې د مفکر (!) په حاکمیت کې د تاجکستان ولسمشر له اجازې پرته د بدخشان خلکو ته د مرستې له پاره راغلی و او هغوی ته یې په طعنه امیزو الفاظو کې ویل چې: ((من غم تان میخورم)). تاسو ته یاد نه دي چې په ایران کې تنکیو افغان ځوانانو ته په ژوندوني اور ورته شول او د هغوی غږونه اسمان ته ودرسېدل چې ویل به یې ((سوختم! اب بتی سوختم اب بتی)). د هغو ناوړه او بوږنوونکو پېښو پوښتنه چا وکړه؟ چا یې د انتقام اراده درلوده؟
نن د هماغه اخندانو عسکر د ا.ا. د زړورو او سرتېرو فدایي ځوانانو لاسونو ته لویږي، د ماتې او شرمنده ګۍ په پار یې سرونه په پښو کې ږدي او د ملامتي بغارې ورته وهي؛ نو اوس ووایاست چې افغانان اوس حیثیت لري که هغه وخت؟
افغانستان نن سرلوړی دی که هغه وخت؟ د وطن خاوره نن اهمیت او ارزښت لري که هغه وخت؟
خو دې ټولو پوښتنو ته تاسو ښه معقول ځوابونه لرئ، مګر د وجدان احساس مو مړ دی او د لید سترګې مو په شیطاناتي پردو پټې دي او د یو څو روپیو په مقابل کې د دې حقیقتونو او لویو مثبتو تفاوتونو اظهار نه شئ کولای، ځکه چې ستاسو سرونو هم په حلقه بګوش غلامۍ کې د ملا تر تیره راښکته شوي دي او له خولې مو سوڼ نه راوځي، دا ړانده قضاوتونه مو به یوه ورځ دومره زلیله، رسوا او بې ارزښته کړي چې بیا به مو رښتیا خبرې او تبصرې هم خلکو ته دروغ او ټوکې ښکاري؛ نو لازمه ده چې نن له پرون سره مقایسه نه کړئ او نن له پرون څخه بهتره وګڼئ او د بهتروالي په پار یې که ښه نه شئ ویلی؛ نو بد یې هم مه وایاست!
شاعر وایي چې:
و بدخواه و ته څوک نېک نصیحت نه کا
رحمان ستا په غم شریک دی که باور کړې