د ورور ظلم او د خور شفقت

مـحمـدالله قریشي
څو ورځي وړاندي د کابل ولایت د لسمي حوزي د جنایې جرمونو سره د مبارزي پولیسو هغه ځای کشف کړ چي د خپل ورور لخوا یوه خور ۲۵ کاله په یوه کنډواله کي زنداني شوي وه.
نوم یې نېکبخته و خو له نیک بختې سره بخت هیڅ یاري نه وه کړې؛ د ۲۵ کالو په جریان کې یې لمر په سترګو نه و لیدلی، لباس یې نه و بدل شوی؛ د حمام، اوداسه لمانځه لپاره اوبه ورکول خو لیري خبره وه. تشناب یې نه و، فقط په یوه څلور متره خاورین اطاق کي یې د خځلو کثافاتو په سر ژوند کاوه، ډوډۍ په کاسه او دیګ کې نه وه ورکړل شوې لکه حیوان ته د خاورو او خځلو په سر له یوه سوري څخه ور غورځول کېده.
یاده ښځه په ۲۵ کلنۍ کې په همدې مرغانچه کي زنداني شوې وه، اوس ۵۰ کلنه وه. د قران کریم حافظه او قاريه هم ده. په جریان د ۲۵ کالو کې یې ټول حاجت د همدې خاورینې کوټي په غولي پوره کړی. کوم خواړه چي ترې اضافه شوي، همدلته خوسا شوي وو، اطاق له ګندګیو څخه ډک وو.
په پښو شَلَه شوې وه. د ځوانۍ عمر یې په آه او اسویلیو کې له انساني کرامت څخه محروم په یو ګوډله کي تیر کړی و. اوس چي بوډۍ شوې وه هم چا پري رحم ونکړ. نه یې څوک په درد خبر وو نه په مریضۍ، نه یې چا د یخنۍ او ګرمۍ غم خوړلی و. د اطاق دروازه ورپسي کاګیل شوې وه. زاړه لوښي، کپړې، د موټر ټایرونه په دروازه باندي وراچولي شوي وو تر څو اثار یې ښکاره نشي.
بندي خانې یوه کړکۍ هم درلوده. کړکۍ ته هم زړې بړستنې او ډیر پلاستیکونه ورمیخ وهل شوي وو. تر کړکۍ لاندې یو سوری و چي فقط ډوډۍ او د څښاک اوبه ترې ورکول کیدلای شوای. بالآخره دومره ظلم ور سره شوی و چي په تاریخ کي یې ساری نه لیدل کیږي او داسې چلند به چا له حیوان سره هم وي نه وي کړی، لکه ورور چي له خپلي خور سره کړی!
بس د الله ساتنه ده چي تر دې دمه ژوندۍ پاتي شوې وه که نه په هغه ځای کې یو ساعت ژوندی پاتي کیدل هم امکان نه لري.
لنډه دا چي ښځه له هغه ځای څخه را وایستل شوه. زنانه پولیسو هم په عملیاتو کي شتون درلود. د هغوی په واسطه یې لباس تبدیل او منظم شو. داستان یې اوږد دی خو موږ یې مختصر بیانوو.
زه د یادي صحنې شاهد یم، د خپلو سترګو لیدلی حال وایم، هیچا هغه حالت نشوای لیدلای او نه یې هغه چیغي اوریدلای شوای. خو کله چي پولیسو د هغې وحشي ورور (مجرم) او د ځوانو زامنو لاسونو ته ولچک وراچول، د مظلومې خور یې بیا هم په هغه وحشي صفته ورور زړه وسوځید چا چې دا په داسي ځای بندې کړې وه چي د انسانیت تقاضأ نه وه. تیر شوي ټول ظلمونه له یاده باسي، په ورور شفقت کوي وایي (خیر است به برادرک من چیزي نگویید) خیر دی زما ورورک ته څه مه وایاست. دا خبري په داسي حال کي کوي چي ټول وجود یې درد او څړیکه څړیکه و؛ عصبي ناروغي هم ورته پېښه وه.
د حوزې د رهبرۍ لخوا یاده ښځه د تداوۍ په موخه روغتون ته انتقال شوه او مجرمین د قانون منګولو ته وسپارل شول. د پیښي ځای ته د امارت اسلامي لوړ رتبه هیئت راغلل ترڅو قضیه ښه روښانه کړي، هر اړخیز معلومات واخلي. ښه څېړنه یې وکړه. تر اوسه پوري دا سلسله جریان لري. د څیړنو په موخه هیئت د پیښي ځای ته راځي.
امارته موږ دي پوروړي یو. رښتیا چې د ملت په درد دردمن یې او په راحت یې د خوشحالۍ ساه اخلي. امارته! تا په عمل کي ځان وفادار ثابت کړی دی.
اوس پوښتنه دلته پیدا کیږي چي دا شل کاله تش په نامه بشر دوستان ولي د کابل په زړه کي ترې خبر نه شول؟ هغه د جمهوریت فعاله استخبارات چیري و؟ د ښځو د حقوقو مدافعین څنګه په داسي ځای کي چي سل سلنه د دوی تر کنټرول لاندي وو خبر نه شول؟ او جنایي او کشفي ارګانونو د څه لپاره ډالري معاشونه اخیستل؟
۱۴۰۲/۶/۲۳