مجاهد: عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله روزګان ته سفر کړی

عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبةالله اخوندزاده حفظ‌الله روزګان ولایت ته سفر کړی او د دې ولایت له ځایي چارواکو، دیني عالماوو او قومي مشرانو سره یې لیدنه کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ملي راډیو تلویزون ته ویلي، چې دا سفر تېره ورځ د وږي پر ۲۴ مه نیټه ترسره شو.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مشرتابه په یاد سفر کې د خلکو ستونزې اورېدلې او د رسېدنې په برخه کې یې ډاډ ورکړی دی.

بل لور ته د روزګان ولایت مقام ویاند احسان‌الله حماس وايي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د دې سفر پر مهال د ملکي او نظامي ادارو مسولینو ته له خلکو سره د نېک چلند او شریعت په چوکاټ کې د ستونزو د حل سپارښتنه وکړه.

نوموړی زیاتوي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مسولینو او مخورو سره تر لیدونو وروسته د دې ولایت جهادي مدرسې ته ولاړ او هلته یې د استادانو ترڅنګ له طالب علمانو سره هم لیدنه وکړه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button