کابل کې د چین نوی سفیر: ا.ا داعش ختم کړی، د سیمې هېوادونه دې ډاډمن واوسي

عزم: (شنبه، د وږي ۲۵مه، ۱۴۰۲): په کابل کې د چین نوی سفیر په یو لړ ټویټونو کې د داعش ډلې پر وړاندې د اسلامي امارت دریځ ستایلی او ویلي دي چې اوسني افغان حکومت د داعش خطر په بریالیتوب ختم کړ چې چین او د سیمې نور هېوادونه یې ګواښل.
د چین سفیر جاو شینګ زیاته کړې چې هېواد یې د داعش له خطر څخه ډاډمن دی او د سیمې هېوادونه دې هم د دې ډلې له وېرې ډاډمن واوسي.
ښغالي جاو شینګ ټینګار کړی چې اوسنی افغان حکومت یو مسوول نظام دی او د سیمهییزو خطرونو د ختمولو وړتیا لري او همدې امله چین له افغانستان سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم وړمه ورځ د اسټیمسون په نوم د مطالعاتو یوه امریکايي مرکز ته د وینا پرمهال ویلي، د داعش ډلې د خراسان څانګې پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې او بریالۍ بللې ده.
ټام وېسټ څرګنده کړې وه چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې اسلامي امارت د داعش ډلې اته مهم غړي له منځه وړي دي.
هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت د نظامي عملیاتو له امله د داعش د فعالیتونو کچه راټیټه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت امنیتي بنسټونو هم په دې موده کې د داعش ډلې خلاف په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو او د دې ډلې د ګڼو غړو د وژلو او یا نیولو رپوټونه ورکړې دي.
ټام وېسټ هم ویلي «دا د یادولو ده چې د ۲۰۲۳ کال له لومړیو راهیسې د طالبانو نظامي عملیاتو په افغانستان کې د داعش لږ تر لږه اته غړي له منځه وړي دي. د دوی دوامداره نظامي بریدونو د داعش ډلې توانايي په جدي توګه کمه کړې.»
وېسټ زیاته کړې «نه غواړم پر دې موضوع ډېر تم شو خو لکه څنګه چې مې وویل موږ د دې ډلې په اړه اندېښمن یو چې په ښکاره ډول د بهرنیو بریدونو وحشتناک نیت لري، خو طالبان يې پر وړاندې بریالي و چې د دوی توانايي یې په جدي توګه کمزورې کړې ده.»
د افغانستان لپاره د امریکا استازي ټوماس ویسټ زیاته کړې چې پر داعش ډلې د اسلامي امارت بریدونو افغانانو ته هم ګټه رسولې، یعنې د ده په وینا، پر ملکیانو د دې ډلې بریدونه خورا کم شوي.
ښاغلي ټام وېسټ تیر کال اپریل میاشت کې په کابل او کندهار کې پر شعیه ګانو د داعش خونړیو بریدونو ته په اشارې ویلي، له تېر یوه کال راهیسې دغه ډول پېښې نه دي تکرار شوې.
ټوماس وېسټ همدا راز د ډاډ هم ښودلی چې په افغانستان کې القاعدې ډله له پښو غورځېدلې او د دې وړتیا یې له لاسه ورکړې چې له هغه ځایه بیا امریکا ته ګواښ پېښ کړي.
روانه اونۍ د امریکا خبري اژانس سياېناېن هم د دوو جګپوړو امریکايي چارواکو له قوله وویل چې د امریکا د یوې “نوې استخباراتي ارزونې” له مخې په ډاګه شوې چې په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد د اسلامي امارت پوځي عملیاتو د دغې ډلې د فعالیت کچه خورا راټیټه کړې ده.
دغو امریکا لوړپوړو چارواکو ټینګار کړی چې په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې ډلې بیا راپورته کېدل ناشوني دي.
له دې ټولو ارزونو سره دا په ډاګه کېږي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه په ټوله کې “خوشبینانه انځور” وړاندې کوي.