د امیرالمؤمنین د ځانګړي فرمان پر بنسټ کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د آسانتیاوو برابرولو په موخه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته شوه

عزم: (شنبه‌، د وږي ۲۵مه، ۱۴۰۲): د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې دعالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د ځانګړي فرمان پر اساس او دریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هدایت او د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د دوهمې ګڼې مصوبې پر بنسټ د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته او نن (شنبه د وږي په ۲۵مه) یې ابتدايي غونډه ترسره شوه.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اقتصادي مرستیال ځانګړي سکرتر مولوي عبدالله عزام وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د اقتصاد په ډګر کې لومړني ګامونه پورته کړي چې ښه پایله یې هم ورکړې ده.

ښاغلي عزام زیاته کړې چې افغانستان د پانګونې په برخه کې بې شمېره فرصتونه لري او دغه کمېټه به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې آسانتیاوې برابرې او په امارتي ادارو کې به یې له بیروکراسۍ مخنیوی وکړي.

دغه راز، غونډه کې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې رئیس مولوي ذبیح‌الله ناصر چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې مسوولیت هم پر غاړه لري وویل، دغه کمېټه د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي او موخه یې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د طرحو طی مراحل، د پانګونې پروسو کې چټکتیا او شفافیت رامنځته کول او د پانګوالو او اړوندو وزارتونو ترمنځ مؤثره همغږي رامنځته کول دي.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې ټول اړوند وزارتونه به ددغې کمېټې د کړنلارې د غني کېدو په موخه خپل نظرونه په ۳ ورځو کې په کتبي ډول دیادې کمېټې له دارالانشاء سره شریک کړي او هلته به د مؤظفې شوې کمېټې له لوري د نظرونو د توحید په صورت که یوه جامع کړنلاره ترتیب او د منظورۍ لپاره به اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button