د هند په کشمیر کې د هندي سرتېرو او نامسووله وسله والو ترمنځ نښته شوې

عزم(شنبه‌، د وږي ۲۵مه، ۱۴۰۲): هندي رسنیو خبر ورکړی، چې په جمو او کشمیر کې د هندي پوځیانو او وسله والو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوې ده.
هندي رسنۍ څرګندوي چې په دې نښته کې د دوی څو تنه پوله ساتي سرتېرې وژل شوي.
د هندي رسنیو د خبر له مخې، په دې جګړه کې د هند د پوځ درې سرتېري، یو پولیس او دوه وسله وال بریدګر وژل شوي دي.
د دغې شبکې د معلوماتو له مخې، دغه شخړه وروسته له هغه رامنځته شوه چې د هند پوځ د جمو او کشمیر له پولیسو سره په دغه سیمه کې د وسله والو کسانو پر ضد ګډ عملیات پیل کړل.
یاده دې شي چې هندي پوله ساتې ځواکونه ډېر ی وخت په جمو او کشمیر کې د نامالومو وسله والو پر ضد عمیات کوي چې وخت ناوخت د دواړو غاړو څخه د تلفاتو خبرونه رسنیز کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button