په دوحه کې افغان سفیر د رواندا سفارت په رسمي بلنه د هغه هیواد د ازادۍ په جشن کې ګډون وکړ

عزم(شنبه، د وږي ۲۵مه، ۱۴۰۲): په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست ډاکټر محمد نعیم، د رواندا سفارت په رسمي بلنه، د ياد هېواد د آزادۍ د ۲۹مې کاليزې په مناسب په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.
په قطر کې د افغانستان سفارت مسوولانو ویلي چې په دې مراسمو کې د رواندا په سفیر ایګور مارارا سربېره، د قطر د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزیر محمد بن علي المناعي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس ابراهیم فخرو، د بهرنیو هېوادونو او ټولنو سفيرانو او استازو، مدني فعالانو، فرهنګي او علمي شخصيتونو او ژورناليستانو ګډون کړی وو.
یاده دې شي چې تر دې وړاندې ښاغلي سفیر د چین د خپلواکۍ اخیستو د نمانځنې په مراسمو کې او همداشان د مکسیکو د ملي ورځې د نمانځنې په غونډه کې برخه اخیستې وه.