مسیر ورځپاڼه: افغانان لا هم د پاکستان او هند اور کې سوځېږي

عزم(دوشنبه، ۲۶، لړم ۱۳۹۹): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د پاکستان د پوځ ویاند په هغو ادعاوو بحث کړی دی، چې ویلي یې وو: د افغانستان خاوره د هند په لمسون د پاکستان پر ضد کارول کېږي. ورځپاڼې لیکلي: پاکستان دغه ادعا داسې وخت کړې، چې ټاکل شوې روانه اوونۍ د پاکستان لومړی وزیر عمرانخان افغانستان ته راشي.
«د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي. د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار وړمه ورځ ادعا کړې وه چې هند هغه ډلې پالي چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي. نوموړي ویلي وو چې د دغو ډلو طراح د هندي استخباراتو یو ډګروال “راجیش” دی چې په کابل کې د هند په سفارت کې کار کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دی او چاته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل چا پر ضد وکارول شي. بهرنیو چارو وزارت د پاکستان تورونه بې بنسټه او ناسم ګڼلي دي. دا تورونه په داسې مهال را پورته کېږي چې د پاکستان لومړی وزیر د همدې اونۍ په پای کې کابل ته را روان دی او دلته به له افغان چارواکو سره پر افغان سوله او دوو اړخیزو خبرو بحث او خبرې اترې کوي.»
د سرلیکنې له مخې، هند او پاکستان لا هم په افغانستان کې په تخریبي کړنو بوخت دي او هند هغه سیاستوال ښه پالي چې د سولې مخالفت کوي، د هند په مرسته ملېشې جوړوي.
«د افغانستان په روانه جګړه کې هند او پاکستان مخامخ ښکېل دي او موږ لا هم په هندي او پاکستاني اور کې سوځېږو. هند بیا د حکومت او ځینو ډلو ټپلو ملاتړ کاوه چې د افغانستان د بربادۍ برخه دي. اوس هم پاکستان له امریکا سره د افغانستان پر سر معامله کړې او د سولې په پروسه کې پوره ښکېل دی، خو هند بیا په ټول توان د سولې مخالفت کوي. هند نه یوازې دا چې خپل لاسپوڅي سیاستوال او حکومتي زور کاروي، بلکې آن د مېلشو پر جوړولو او ګڼو نورو چارو کې ښکېل دی. له بده مرغه موږ لا هم د هندي او پاکستاني ګټو لپاره یو بل ته وسله نیولې او خپل ورور د پردیو د ګټو لپاره وژنو. همداسې هند او په هند پورې تړلي سیاستول او ډلې په ټول توان په تخریبي فعالیتونو او مرموزو وژنو کې ښکېل دي چې د سولې پروسه تخریب کړي. زموږ د ډېری سیاستوالو سیاسي قبله لا هم اسلام آباد او ډیلی دي. ځینې یې پر پاکستاني سیرومو چلېږي او ځینې یې بیا پر هندي سیرومو ګرم دي.»
د مسیر په باور، نه پاکستان او نه هم هندوستان د افغانستان خیر غواړي، بلکې دواړه هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې جګړه ګرمه وي او دوی پکې خپلې موخې ترلاسه کړي. ورځپاڼې له پاکستان پلوه او هند پلوه سیاستوالو غوښتي، چې د پردیو ګټو پر ځای خپلې ګټې مهمې وبولي.
«د حکومت په لوري کې د هند تصویر ځکه مثبت و چې له حکومت سره یې ظاهراً مرسته کوله، خو واقعیت دا دی چې نه پاکستاني چارواکو د افغانستان خیر غوښت او نه هم هندي. پاکستان د خپلو ګټو لپاره جګړه ګرمه ساتله او هند هم هڅه کوله چې په دې جګړه کې پاکستان همداسې ښکېل وي، څو کمزوری شي او پاکستان ته د نا امنۍ د لېږد زمینه برابره شي. له همدې امله دواړو هېوادونو زموږ خاوره، وینه او سرونه د خپلو شومو موخو لپاره کارول او اوس هم همدا لوبه روانه ده. اوس د دې وخت دی چې زموږ سیاستوال سترګې پرانیزي، پر خپل ځان پاکستاني او هندي سیروم بند کړي، خپله سیاسي قبله سمه کړي او د هندي او پاکستاني ګټو پر ځای د خپلو خلکو او هېواد د ګټو، عزت او سرلوړۍ په اړه فکر او کار وکړي. اوس وخت دی چې موږ خپله خاروه د پاکستاني او هندي ګټو لپاره له روانې جګړې وساتو او خپل ورور د وژلو پر ځای په غېږ کې ونیسو او خپله ستونزه حل کړو.»