ادبي ټوټه: باور

د ماشومتوب په ورځو کې به مې له پلار څخه سګريټ غلا کول، کله به چې پلار د کڅوړو کمښت ليدل، مشر ورور ته به يې ګوته نيوله او بې له شکه به يې په ما شک نه کاوه.
که څه هم زما مشر ورور به زما پلار ته هر مقدس قسمونه کول، خو پلار مې پرې باور نه کاوه. یو وخت مې پلار په یوه کوټه کې کمین جوړ کړ او ویده شو، په دې انتظار کې و، چې ورور مې د سګرټو غلا لپاره راشي، تر څو هغه د سګرټو غلا وکړي او په ښکاره ډول ونیول شي؛ خو عجیبه خبره دا وه چې بې له دې چې زما سره څه وکړي زه یې ونیولم او ویې ویل:
زه ډاډه وم چې دا ستا د مشر ورور کار وه، چې ته یې د ځان لپاره د سګرټ غلا کولو لپاره رالېږلی وې، نو پلار مې لاړ او زما ورور یې سم ووهلو.

لیکوال: بهشام ساهني
ژباړه: عارف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button