يهودي شرارت او د چم ګاونډ مرګونی غفلت

ښايي اوس يوه پېړۍ پوره شوې وي ،چې د قدس پر سپېڅلې خاوره د يو يهودي دولت د جوړېدو هڅې را پيل شوې او له بده مرغه دا دی نن سبا يي ځواک او بدماشي تر هغه بريده رسېدلې ،چې په ټول فلسطين کې د يوه مسلمان عرب شتون هم نه شي زغمل کېدای-ان تر دې ،چې ظاهراً خو داسې ښکاري ،چې د ګرد دوه ميليارده مسلمان امت له لوري فقط همدا کوچنۍ غزه ده ،چې د ټول يهودي او صليبي بلاک په وړاندې تر خپلې وروستۍ سلګۍ د مقاومت او سرښندنې پر ميدان ولاړه ده- په دې کې هېڅ شک نشته ،چې د غزې مجاهد ولس د خپل شجاعت او ايمان پرمټ يهودي اشغالګرو ته انتهايي تريخ سبق ورکړ- داسې سبق چې هېڅکله يې اټکل نه و شوی، خو څرنګه چې غزه ډېره کوچنۍ سيمه ده ،نو که اوسېدونکي يې ډېر تکړه او توريالي هم شي او په جګړه کې هم برلاسي پاتې وي، بقا او دوام يې ځکه ډېر هيله من نه دی ،چې د يهودو تر کلکې محاصرې لاندې را ګير دي. مثلاً: همدا اوس لا هلته نه برښنا شته، نه اوبه، نه دوا ، نه روغتون، نه تيل او نه خواړه! طبيعي ده چې دا ډول حالت پرته له جنګه هم وژونکی دی او که بيا سربېره پردې شپه او ورځ پر له پسې سختې بمبارۍ هم پرې روانې وي، ښايي ټول نفوس يي بشپړ له منځه ولاړ شي او پاتې کنډوالې يې بالاخره يهودو ته ورپاتې شي- خو پوښتنه داده چې بيا به د يهودو په وړاندې چم ګاونډ کې د نورو عربي هيوادو وضعيت څرنګه وي؟ آيا هغه صهيونيستان به صبر شي ،څوک چې له نيله تر فراته ټوله سيمه خپل هيواد بولي، روان هم مخ په وړاندې او د نړۍ نور کفري ځواکونه يې هم بشپړه ننګه کوي؟
حقيقت دا دی چې که خدای دې نه کړي د غزې وروستی سنګر هم په جګړه کې مات او د يهودو تر اشغال لاندې راشي ،نو دغه شاوخوا پرنڅاګرۍ، نېشو او تماشو مصروف حاکمان خو لکه چې يو ځل پخوا هم د همدغو يهودو په وړاندې مات شوي وو، دا ځل به ښځې هم ترې يووړل شي! البته دا يو مسلم حقيقت دی ، چې قدس هر مسلمان ته قدرمن او ساتنه يې د ګرد اسلامي امت پر غاړه فرض ده، خو له دې هم انکار نه شي کېدای ،چې ورڅېرمه پياوړي مسلمان هيوادونه په دې هکله زښته ډېر مسئوليت لري، ځکه د نورو لرې مسلمانانو د ورتګ لارې پر دوی ورغلې دي، خو دوی بيا د يهودو د خپه کولو جرئت هم نه لري. حال دا چې دوی په رڼو سترګو ويني، چې له زمانو راهيسې صهيو نيزم د خپلې پراختيا او د نورو ځمکو د اشغال پر تګلاره روان، ټول غرب يې ملاتړی او نور د هېچا پروا دار نه دی-، نو ښکاره خبره ده ،چې که نن غزه، نو سبا حتما ًمکه ده- بيا به د يهودو او غرب دغو عربي هيوادو ته معلومه شي ،چې د غزې د مظلومو ويرجنو ښځو، ماشومانو او ټپيانو د چيغو او ژړاګانو نه اورېدل په کومه بيه ورته تمامېږي؟ لنډه دا چې د فلسطين د چم ګاونډ هيوادونه خصوصاً ،او لروبر اسلامي امت عموماً بايد دا حقيقت درک کړي، چې د غزې اوسنۍ جګړه يوازې د غزې نه ده، بلکې په دې کې ګټه او بايلات مستقيماً پر ګرده اسلامي نړۍ اغېزه ښيندلی شي .په دې اساس معلومه ده ،چې د فلسطين د ولس ماتې به خواوشا هيوادو ته په خورا درنه بيه تمامېږي.
لیکنه: عطاء الله مبارز