ولې خپه یې؟ شکایت ولې کوې؟

ایا ستا کومه لور طلاقه شوې؟
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه لوڼو ته طلاق ورکړل شوی!!

ایا تاسو خپل کوم ماشوم له لاسه ورکړی؟
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول اولادونه د هغوی مبارک په ژوند کې وفات شول، پرته له مېرمن فاطمې څخه چې هغه هم د نبي علیه السلام له وفات څو میاشتې وروسته وفات شوه!!

ایا ستاسو په بي بي کله تور لګېدلی ؟
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مېرمنې (عایشه رضی الله عنها) د زنا تور ولګېد. چې الله تعالی یې بیا پاکي بیان کړه !
ایا تاسو په پور کې یاست؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو او ډال یې د یو یهودي و!

ایا ستاسو اقتصادي حالت دومره کمزوری شوی؛ چې ورځ ـ دوه مو په کور کې اور نه وي بل شوی ؟
د پېغمبر اکرم په کور کې څو میاشتې تېرې شوې چې اور پکې نه و لګېدلی!!

ایا تاسو د خپل مور او پلار څخه کوم یو له لاسه ورکړی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم دواړه په کوچنیتوب کې له لاسه ورکړل، یتیم را لوی شو!!

ایا تاسو د خپل هیواد څخه جبراً ایستل شوي یاست؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل قوم وشړلو.

ایا ستاسو د قتل هڅه چا کړې ده؟
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قتل هڅه یهودانو او مشرکانو کړې وه!!

ایا ستاسو ګاونډیانو کې چا تاسو ته زیان رسولی ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ښار اوسیدونکو دومره په تنګ کړ چې د مهاجر په توګه ولاړ!!

ایا تاسو د چا لخوا توهین شوي یاست؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل قوم وښکنځه، په غاړه کې ورته د حیواناتو لرې او کولمې واچول شوې، په کوڅه چې تېرېده، د پاسه پرې خاورې او ایرې غورځول کېدې

ایا تاسو کله محاصره شوي یاست؟ بندیزونه درباندې لګیدلي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم درې کاله خپل قوم په شعب ابي طالب کې محاصره کړ!!

ایا چا درته دروغجن ویلي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د هغه قوم دروغجن وویل او د هغه خبره یې رد کړه!!

آيا ستاسو غاښونه درد کوي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم څلور غاښونه مات شول!!

°°°°
ایا تاسو په هغه څه تورن یاست چې تاسو ندي کړي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم په سحر او جادو
تورن شو!!

ایا تاسو د الله تعالی په عبادت کې ستړي شوي یاست؟
د رسول الله صلى الله عليه وسلم پښه به له ډېر قیام څخه وپړسېده.

لیکنه: فدا محمد تکل

[contact-form][contact-field label=”Name” type=”name” required=”true” /][contact-field label=”Email” type=”email” required=”true” /][contact-field label=”Website” type=”url” /][contact-field label=”Message” type=”textarea” /][/contact-form]

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!