ورځ تربلې د وحشي صهيونیستانو پر ضد کرکه په زیاتېدو ده

دا مهال لېدل کېږي چې وحشي صهیونیستان د ګردې کفري نړۍ په مرسته او ډاډګېرنه لګا دي په خورا بې شرمۍ او بې باکۍ د اسلام د ړومبۍ قبلې،د انبیاؤ ټاټوبي او سپېڅلې برکتې خواو شا سیمې تخریبولو او لاندې کولو ته پرمختګ ورکوي، داپه داسې حال کې چې مسجد اقصی او چاپېره سیمه يې د ګرد مسلمان امت لپاره خورا زیاته سېڅلې او برکتي ټوټه ده، تر دې چې پرته له څو ماده پرستو او غرضي وګړو، بل هېڅوک يې نه بې عزتي زغملي شي او نه د اغيارو له خوا اشغالېدل، خو بیا هم له بده مرغه چې دا دی وحشي اشغالګرو د بیت المقدس په شمول ټول فلسطین تر خپلې ولکې او محاصرې لاندې راوستلی ، داسې محاصره چې نه يې ځمکه نه يې فضا خوندي ده ، نه يې مظلوم مسلمانان له نړۍ سره داړیکو دکومې لارې واک لري اونه دخپل اختیار اوبه اوبرېښنا –اوس ظالم صهیونیستان دټولې صلیبی نړۍ په ملتیا دیوموټي فلسطینی وګړو په بمباریو ،وژلو اوشړلو لګا دي ،هره ورځ يې په سلګونو ښځې ،ماشومان اولویان دخپلو کوروترچتو لاندې وژل کېږي ،خو ورسره او جوخت چاپېریال کې ځواکمن تش په نامه مسلمان حکومتونه څوک یوازې دخولې هاها کوي،څوک یې په دعا هم نه شي یادولی، چا خپلې پولې اولارې پرې تړلې اوچا دښمنانو ته خپله خاوره کې پوځي ادې ورکړې .
نن اقصی چیغې وهي اوفریادونه کوي خود امت کاڼه او ویده واکمنان دخپلو مظلومو مسلمانانو وروڼو پرځای دیهودو ننګه کوي! ای غافلو حکمرانانو چېرې دی ستاسې ایماني احساس اووطنی غیرت ؟ تاسې ولې خپل همدومره وس ، توان اوزوروځواک سره دیو کنډک یهودو له وېرې دومره ترهېدلي یاست؟
موږ پوهېږو چې تاسې به کله هم دومره جریت ونه کړی شئ چې یهودوته تندی تریو کړئ، خو ارمان دادی چې ستاسې محاصرې ماتې اوهغه مسلمانان موله برمتې آزاد شوي وی کوم چې ستاسې تر ظالمانه انحصارلاندې ګېردي، باوري یوچې په دې صورت کې به دیوې ورځې په اوږدوکې لکونه سرښندونکي ځوانان فلسطین ته ځان رسوي او له یوه صهونیسته به سل مجاهدین را تاوېږي خوبیاهم ډېرافسوس چې همدغواجیرواوعیاشو حاکمانو خپل مؤمن اومجاهد ځوانان اودامت مهم جنګي ځواک خپلو کرغېړنو پولوکې راایسار کړی او هېچاته دا اجازه نه ورکوي چې ورودانګي .
موږ هيله من یو چې که خدای کول هغه ورځ به راځي په کومه چې داسلامي نړۍ په لرو برکې دیهودي اوصلیبی اجیرو اوتش به نامه حاکمانو پرخلاف عمومی کرکه په زیاتېدو اوبالآخره ټول مخلص مؤمنان د دوی له کنټروله بهر او پرخپلو مټو دامت اواسلامی شعایرو دفاع اوڅوکېدارۍ ته ملاوې وتړي.
داسلامي نړۍ دویښتابه په هيله

لیکنه: فاروق غلجی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button