د افغان مهاجر راتګ ته اندېښنه او د طمعې خلاف استقبال يې – څلورمه برخه

احمد منصور
ماذدیګر مهال و چې صادق دوی طورخم ته رسيږي، د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوې. اوښتل يې لږ ستونزمن و ځکه وخت يې ونيو. صادق خپل والد صيب او کوچنی بچی کراچۍ کې کينولي، ګوري مخکې خلک دوه طرفو ته ولاړ وي.
پلار يې: صادق بچيه ها مجاهدين او عام خلک ولاړ دي ګلان هم ورسره دي.
صادق: هو پلار جانه شايد له پاکستان به د دوی فاضلان راځي يا به بله څه قيصه وي .
کله چې ورنېږدې شي ټول خلک نعرې کړي پخير راغلی خپل وطن ته، هر کلی درته وايو. او يو مجاهد د صادق د پلار په غاړه کې ګل ور واچوي: کاکاجانه ستړی مشې. په سر يې ښکل کړي، کوچني《محمد》ته بيسکټ او جوس ورکړي، نور خلک هم صادق/وروڼو ته يې ګلان ورواچوي، يو احساساتي ماحول جوړ شي، د صادق پلار په ژړا شي.
مجاهد: کاکا جانه مه ژاړه، دا دی خپل هېواد ته راغلې، حکومت او رعيت ټول ستاسو په خدمت کې دي.
پلار يې: بچيه څلويښت کاله مې پاکستان کې تېر کړل، هالته په دې وروستیو کې د هغوی خشنه رويه او دلته زمونږ دروند استقبال کېدل، طبعاً چې له سترګو به مو اوښکې ځي، ځکه هاغه څوک مو استقبال ته ولاړ دي چې د ناټو د ماتولو اعزاز لري. پلار يې راښکته شي مجاهد په تندي ښکل کړي.
مجاهد: ژوندی اوسې کاکا جانه د امپرطوریانو د ماتې لامل زمونږ د ټولو دين ته ژمنتیا وه او هجرت مو په دې معنا و چې مونږ د هغوی هېڅ فشار ته تسلمېدونکي نه وو، رب دې ستاسو د هجرت په دیار کې ټول تکليفونه او زحمات قبول کړي.
پلار يې: آمين، الحمدالله چې په اسلامي روحيه سمبال ساتونکي لرو.
صادق: ښه مجاهده وروره مونږ اوس څه وکړو؟
مجاهد: کورنۍ دې دغلته کېنوه بېرته ښکته لور ولاړ شه، هالته مجاهدينو ستا کډه به يې بل موټر ته انتقال کړې وي.
صادق: مجاهد صيب ما خو بل موټر نه دی نيولی، موتروان پاکستانی ده او کرايه مې هم ورکړې، معلومه نه ده چې زما کډه به يې چېرته غورځولې وي.
مجاهد: وه د الله بنده مه وارخطا کيږه، حکومت د مهاجرو لپاره غټ موټر راليږلي، همالته مجاهدين ورسره ولاړ دي او د هېوادوالو کډه هماغو موټرو کې ځای پر ځای کوي، پاکستاني موټروان ته که مهاجر وطندار کرايه ورکړې وي رخصتوو يې، که نه يې وي ورکړي همالته انتظار کوي.
صادق: الحمدالله څومره ښه ترتيب ژوندي اوسئ، ښه بیا څه وکړم؟
مجاهد: موټر همداسې راوله، دا د کورنۍ غړي به دې هم ورپورته کړې، دلته ټوکن به واخلې څو پرې خيمه درکړي، بیا به وګورو که بیروبار نه و، پاتې د ثبت نام کارونه به دې هم تکمیل کړې، که بيروبار و، سبا وخته به راشې خو هو چې ټوکن ورک نه کړې.
صادق: مننه وروره له مرستې کولو دې.
صادق د ښودلي ځاي په لور روان شي، کله چې د کډو تم ځای ته ورسيږي د دفاع وزارت يو څو لارۍ ډکې ولاړې وي، په يوې کې خپل سامان وپېژني، ګوري د مجاهدینو يو ټولی ولاړ وي، ستړې مشي ورسره وکړي ورته ووايي: مهاجر يم هاغه موټر کې سامان زما ده، مجاهدین بیا روغبړ په کړسنده خندا ورسره وکړي .
مسؤل طالب: سمه ده وروره مجاهدینو دې ټوله کډه ښه کامله را انتقال کړې، وړلی يې شې. بل ملګري ته ور غږ کړي هله عمره دا ورور کېمپ ته ورسوه .
عمر: ښه سمه ده، صادق سره ستړي مشي وکړي ورته ووايي ځئ نو وخيژه موټر ته.
عمر: ښه وطنداره ستا نوم څه ده؟
صادق: زما نوم صادق ده!
عمر: ماشاء الله ښکلی نوم ده، پخير راغلی؟
صادق: الحمدالله په کامل امن راغلو، عمره وروره دغلته د کورنۍ غړي مې دي ، هغه به موټر ته راپورته کړم او ټوکن به هم را واخلم څو پې يوه دوه خيمې راکړي
عمر: سمه ده په اطمینان خپل کار وکړه، زه دلته ولاړ يم.
نور بيا…