کرکټ؛ سپورټسمین شیپ او سپورټس مین سپیریټ

د لوبو په میدان کې د لیکنې په عنوان کې یادې شوې اصطلاح ګانې ډیرې کاریږي. ما د نړیوال جام په لړ کې د وروستیو ماتو په لړ کې بعضې ملګرو ته ولیکل چې ځان نه به پاکستانیان نه جوړوو او د یو غوره سپورټي ملت په توګه باید د سپورټس کونکیو د اخلاقو (Sportsman Spirit) سره سم چلند وکړو.

سپورټسمین سپرټ څه ته وايي؟

د یادې اصطلاح مفهوم دا دی چې له لوبو به د غوره اخلاقو په چوکاټ کې خوند واخلو. د دغه اخلاقو ټولګه کې له ټګۍ پاکه لوبه کول، په ګټلو او بایللو دواړو کې د مقابل لوري درناوی ساتل، د میدان په منځ کې او د نندارچیانو قدر او عزت کول، په بري کې له وقار او درناوي ډک چلند کول او په ماتې کې د مقابل لوبه ستایل دي.

دا طبعي ده چې د یو لوبغاړي غلطي او یا هم خرابه لوبه د مقابل لوري د بري لامل کیږي، او یا هم کله د مقابل لوري فوق العاده لوبه بیا د سیالې ډلې ټول ځواک او وړتیا له کاره غورځوي. په لومړي حالت کې په مناسبو ټکو نیوکه او په دویم حالت کې د غوره مخالف لوبغاړي لوبه ستایل د غوره سپورتي اخلاقو منځ او مغز دی.

د دې خبرو د لیکلو محرک د نیوزیلنډ کین ویلیمسن دی چې تل د سپورټسمین سپیرټ بیلګه پاتې شوی دی. له پاکستان یې لوبه وبایلله، په پریس کانفرانس کې یې وویل چې د فخر زمان لوبه ډیره ښکلې وه، ما د دغه غوره توپوهنې ننداره د میدان په منځ کې ډیره په خوند وکړه. پرون یې نیمه پایلوبه وبایلله. د دې سړي دا لومړی وار نه دی چې د جام پورته کولو درشل ته ډیر نږدې راشي خو بخت ترې لرې لاړ شي. خو هغه په میدان کې استوار، او په ډیر دروند انداز د خپل سیال بري باندې د قناعت چکچکې وهلې.

بله خوا پاکستانیان دي، چې د پاکستان په هرې ماتې وايي چې زما ګډا سمه ده، ستونزه په غولي کې ده چې کوږ دی. یو وار یې د روزونکو مشر وايي په میدان کې د دل دل پاکستان سندره نه وه، ځکه مو لوبه ونه شوی ګټلې، پخوانی لوبغاړی حسن رضا وايي هندیانو توپ کې آله لګولې چې په مرسته یې توپ ډیر سوینګ کیږي، او زمونږ څخه په ماتې خو یې ځانونه دومره وشرمول چې تشریح ته یې اړتیا نشته.

مونږ د نړیوال جام سترې لوبې وکړې، او دا لوبې به که خیر وي زمونږ لپاره د لا ډیرو نورو جامونو او لوبلړیو لارې خلاصې کړي. ګټل به وي، بیلل به وي، ښه کیچونه به کیږي، ډیر به غورځیږي، کله به یارکر د ویکټو جرړې ولي، او کله به بیټ ته فولټاس ورځي. په هر حال کې اړینه ده چې مونږ د یو غوره ملت د استازو په توګه د سپورتسمین شیپ او سپورټسمین سپيرټ نه ډک چلند وکړو نه لکه پاکستانیان چې د سپورټ په ژبه کې ورته بیخونده بایلونکي (Sore loser) ویل کیږي په شان بیخونده پلمې.
سر لوړی دې وي افغانستان، بریالي دې وي افغان اتلان

لیکنه: مشتاق رحیم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button