په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض او که تر شا یې شیطاني پلمه؟

غرب يا پۀ ټوله کې کفري هيوادونه تل پۀ دې هڅه کې دي، چې اوبۀ خړې او ماهيان ونيسي.
پۀ دې وروستيو کې د سعودي عربستان پۀ جده ښار کې د «ښځې پۀ اسلام کې» تر عنوان لاندې يو کنفرانس ته د يوناما مشرې ويلي: ” اوس مهال پۀ افغانستان کې د نیمايي نفوس حقونه تر پښو لاندې شوي دي”.
خو د يوناما مشرې ته يا د خپلو ميرمنو حالات معلوم نۀ دي او يا عارفانه تجاهل کوي.
پۀ راتلونکې ليکنه غواړو پۀ غربي ټولنه کې د ښځو پخواني او اوسني حالات او همدا راز پۀ اسلام او اسلامي امارت کې د ښځې مقام او ارزښت وڅيړو.
پۀ غربي ټولنه کې ښځه څوک وه؟
غرب تقريباً دوه پيړۍ مخکې ښځه بشر نه بلله، ويل يې: ښځه يو حيوان ده، چې استعمالول يې يواﺯې د وخت په انداﺯه ده هغه وخت ښځه انساني حقوقو څخه محرومه وه، ښځه يې مصيبت او عذاب بلله، ښځه يواﺯې د شهواني غريزو د پوره کولو لپاره استعماليده هغه وخت د ښځې ژوند د حيوان له ژوند هم بدتر و، يواﺯې د کاغذ تشناب په توګه ترې کار اخيستل کيده ، په خپله خوښه يې د ژوند کولو حق نه درلود.
پۀ غربي هېوادونو کې ښځه څوک ده؟
پخوا غربيانو ښځه انسان نۀ بلله، خو اوس يې تر انداﺯې ﺯياته آﺯادي ورکړې ده د اوسني غرب لۀ پخواني غرب سره هيڅ تفاوت نشته، يواﺯې توپير يې پۀ دې سره کولى شو چې مخکيني غربيانو ښځه پليته او نجسه بلله، خو اوس يې پۀ آﺯادي ورکولو کې دومره افراط کړی، چې حيثيت يې لۀ خاورو سره سم کړى دی.
پۀ اوسني غرب کې د ښځو ستړى او ستومانه ژوند دى، د نارينو پۀ څېر ښځه هم مکلفه ده، چې کار وکړي او خپل ورځېنى ژوند پر مخ بوﺯي. هلته د ښځو د جسماني توان خيال نه ساتل کيږي، ښځه بايد د رخصتيو دوه ورځو کې چې شنبه او يكشنبه دي د خپلو ضرورياتو د پوره کولو لپاره کار کوي، خو که چېرته کار ونۀ کړي، يواﺯې د حکومت لۀ لوري به دومره څه ورکول کيږي چې پرې ژوندۍ وي. هغه خلک چې د غربي تمدن غوښتونکي دي د خلکو د تېر ويستو لپاره دا ډول پروپاګند کوي: دا خو يې ښځو ته حق ورکړى تر څو د نارينوو په څېر په تعليمي ،حکومتي مراکزو کې کار وکړي،مدني مبارﺯه پرمخ بوﺯي او د سياست ميدان ته را ووځي.
خو دوي ته بايد وويلى شي چې د غربيانو له لوري ښځو ته دومره ﺯياته آﺯادي ورکول په دې معنی نۀ ده، چې ګواکې دوی د ښځو له غمه مړۀ دي او يا يې حقوق ورکړي، بلکې نارينوو يې ښځې يواﺯې د خپلو خواهشاتو او شهوت د تسکين پۀ خاطر را ويستلي دي. اوس پۀ غرب کې لۀ ښځو د يکبار مصرف څيزونو پۀ توګه کار اخيستل کيږي.
پۀ غربي هېوادونو کې د يوې سروې لۀ مخې ويل شوي وو، چې پۀ ورځ کې اتيا سلنه پيدا کيدونکي ماشومان يې لۀ ﺯنا څخه پيدا شوي دي، پۀ غرب کې نکاح کول کمه يا آن په ورکېدو ده؛ ځکه خو د ښځې عزت لۀ مينځه تللى دی.
اوس هم په غرب کې د فسق او فجورمراکز پۀ ښځو آباد دي، پرېمانه ډانس کلپونه او د ﺯنا اډې موجودې دي، خاوند خپله ښځه، پلار خپله لور او ورور خپله خور لۀ بې ځايه ګرځېدو او پردو خلکو سره لۀ جنسي اړيکو درلودو نشي منع کولى، که چېرته يې د منعه کولو کوښښونه کوي مجرم بلل کيږي. هلته اوس هغه زناکاري خوښوي چې پۀ جبر ترسره شي؛ ځکه پۀ خوښه زنا کومه پابندي نشته؛ (الإنسان حريص فيما منع).
همدارنګه ښځې د خپلو حکومتي، تعليمي، مدني او فرهنګي دندو د ساتلو لپاره بايد لۀ خپلو بدنو تېرې شي.
لۀ پورتنيو حقايقو معلوميږي چې پۀ غرب کې ښځې ته آﺯادي نۀ ده ورکړل شوې، بلکې د ظلمونو پۀ پنجرو کې ساتل کيږي.
دوی پۀ اسلامي هيوادونو کې ښځو ته د آﺯادي ورکولو څخه لاندې اهداف لري:
١- هغه مومنې ښځې چې بچيان يې د اسلامي امت د دفاع لپاره قرباني ته وړاندې کړي، هغه خويندې چې شهيدو وروڼو ته په وياړ د قبر بيرغونه جوړوي او هغه لوڼې چې پلار يې د جهاد ګرمو سنګرونو کې شپې او ورځې تيروي او دوی ورته لۀ ربه د بريا سوالونه کوي د بې حجابه کولو کوښښونه کوي.
٢- غرب غواړي دلته پۀ اسلامي هېوادو کې ښځو ته د حقوقو د ورکړې تر عنوان لاندې فحاشي او بې ديني خپره کړي.
٣- نړيوالو ته دا ښيي، چې د اسلام دين ښځو ته حقوق نۀ دي ورکړي، خپل خودساخته ديموکراسي دين د ښځو حقوق ورکوونکى ورته معرفي کوي.
٤- دوي پوهيږي چې ښځه د کور ښکلا ده، خو د بهر لپاره فتنه ده؛ نو ځکه يې پۀ اسلامي هيوادونو کې د دغې فتنې د را پيدا کېدو لپاره شپه او ورځ په ځانونو يوه کړې ده.
٥- غرب پۀ مسلمانانو خوصوصا په افغانانو کې د جنګي احساس د وژلو او لۀ خپل دين څخه د لرې ساتلو لپاره يواﺯېنى حل د ښځو آﺯادي بولي.
په اسلام کې د ښځې مقام:
هيڅ کوم دين ښځې ته دومره حقوق نۀ دي ورکړي، لکه اسلام يې چې حقوقو ته پاملرنه کړې، اسلام هغه دين دى، چې پۀ ظهور سره يې ښځه لۀ تورو تيارو څخه را وويستل شوه او د حياء په لوپټه محجوبه کړل شوه، د اسلامي دين پۀ راتلوسره پۀ مشرکينو کې هغه بد بدعت چې د لور او خور خښول وو ختم کړای شول. قرانکريم د مشرکينو همدغه ظلم پۀ دې ډول بيانوي: «وَإِذَا بُشِّرَأَحَدُهُم بِالْأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ٥٨ يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ» ٥٩.
ژباړه : او كله چې په دوى كې یو ته د لور زېرى وركړل شي نو د هغه مخ تك تور شي، پۀ داسې حال كې چې له قهره ډك وي، له خلقو څخه پټ ګرزي، د هغې بدۍ پۀ وجه چې دۀ ته يې زېرى وركړل شوى دى. (او سوچ كوي چې)، ایا دى دغه (لور) سره لۀ ذلته وساتي، او که پۀ خاورو كې یې خښه کړي، خبردار شئ! ډیره بده ده هغه فیصله چي دوی یې کوي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم نارينه لۀ خپلو ښځو او بچو سره مينې کولو ته را بللي دي:
په مومنانو کې ترټولو بشپړ ایمان لرونکي انسانان هغه څوک دي چې ښه اخلاق ولري او لۀ خپلو ښځو او بچو سره مینه اومحبت ولري. ترمذي.
ښځه د خاوند لپاره لباس وبللى شوه لکه څه ډول چې رب فرمايي (هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ)[سورة البقرة:۱۸۷)
ژباړه: (هغوي (مېرمنې) ستاسو لپاره جامې او لباس دی او تاسو د هغوی لپاره جامې او لباس یاست.)
امام ابوجعفر الطبري رحمه الله په تفسیر الطبري (جامع البيان) او امام السمرقندي رحمه الله پۀ تفسیر (بحر العلوم) کې فرمايي: د لباس څخه مراد سکون دی، یعنې دا چې ښځې ستاسو لپاره سکون او تاسو د هغوی لپاره سکون یاست.
ښځه د بنډار شمع نه بلکې سکون بللى شوې، همدا رنګه ښځه د خپلو بچو په صحيح تربيت کې ځانګړى رول لوبوى شي.
بچيان مکلف ګرځول شوي تر څو د خپلو ميندو په صحيح ډول خدمت، قدر او احترام وکړي په عوض کې يې رسول الله صلى عليه وسلم د رب له لوري د يو انعام ورکولو ﺯيرى هم ورکړل شوى.
(الجنة تحت اقدام الأمهات) [رواه مسند الشهاب)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( جنت د میندو تر قدمونو لاندې دی)
اسلام ښځې له تعلیم څخه نۀ منعه کوي؛ بلکې لا ډېرې یې تشویقوي، چې پۀ خپله هم دین زده کړي او نورو ته یې هم وروښیيي؛ ځکه حضرت عائشه (رضی الله عنها) ترټولولویه عالمه وه. خو د دې غم یې هم خوري چي څوک دې پۀ عزت داغ ونه لګوي، څوک درته ضرر ونۀ رسوي، پۀ ټولنه کې دې اعتبار زیانمن نشي او تۀ پة یوه فتنه بدله نشې؛ نو ځکه ورته وایي چې که پۀ پوره امن او اسلامي ماحول او طریقه دې سبق ویلای شوای نو ډاکتره شه ، انجینره شه ، معلمه شه او داسي نور، او که د پورتنیو بلاوو خطر وو بیا تاته تر بهر وتلو په کور کې اوسیدل غوره دي؛ ځکه چې بیا دې تر ګټې تاوان ډیر دی، الله پاک دوی ته د دې لپاره چې هم لۀ فتنو خوندي وي او هم یې علم حاصل کړی وي ډیره ښه لاره پۀ ګوته کوي.
همدارنګه اسلام ښځې ته نۀ وایي، چې تۀ د ځان یا بچو لپاره حلال رزق مۀ پیدا کوه، کار او تجارت مۀ کوه او د بل لاس ته کېنه؛ بلکې ورته وایي چې همت وکړه، کسب او کمال زده کړه، عزتمن ژوند ځان ته برابر کړه، له خپل خاوند او اولاد سره مرسته وکړه او داسې نور ځکه حضرت خدیجه (رضی الله عنها ) د خپل وخت ډیره لویه سرمایه داره وه؛ مګر اسلام دا ورته وایي چې تۀ مسلمانه یې تۀ دا هر څه باید په هغه چوکاټ کې دننه وکړې چې الله (جل جلاله) درته ټاکلی دی؛ که نۀ کېده بیا دالله (جل جلاله) دا احسان یو لوی غنیمت وګڼه چي ستا نفقه یې په خاوند او بیاپه اولادونو او نورو باندې فرض ګرځولې ده؛ تر څو تۀ لکه ملغلره غوندې په عزت کې پاتې شې. او نارینه مکلف دی چې د کور دننه کارونه تاته پرېږدي او د بهر ټولو لویو او وړو کارو ته پخپله اوږه ورکړي.
ښځه له نارينه سره په لاندي حقوقوکې برابره ده:
۱ـ ښځه د نارينه پۀ څير د ژوند حق لري، که چا قصداً مړه کړه قاتل به يې قصاص کېږي.
۲ـ ښځه د نارینه پۀ څير پۀ ټولنه کې د کرامت، شرافت او عزت حق لري پۀ دې هکله الله (جل جلاله) فرمايي: «وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا». ژباړه : او یقینًا موږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، دوى مو پۀ وچه او سمندر کې (په سورلیو) سواره كړي دي، خوندور پاكیزه شیان مو وركړي دي او دوى مو په خپل مخلوق كې پۀ ډېرو زیاتو باندې غوره ګرځولي دي.
۳ـــ ښځه هم د نارينه غونډې پۀ روا طريقه د مال ګټلو او د هغې د مالک کېدو حق لري ، لکه پۀ قرآن کریم کې چې الله پاک فرمایي: «لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُواْ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُواْ اللّهَ مِن فَضْلِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمً» . ژباړه :د سړيو لپاره د خپل عمل حصه ده او د ښځو لپاره د خپل عمل برخه ده نو لۀ الله څخه د هغه د فضل سوال كوئ، بېشكه الله پۀ هر شي ښه پوه دى.
لۀ همدې وجې اسلام پۀ ميراث کې هم ښځي ته برخه ټاکلې ده، لکه چې الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:« لِّلرِّجَالِ نَصيِبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا». ژباړه : د نارینهوو لپاره حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نږدې خپلوان يې پرېږدي او د ښځو لپاره (هم) حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نږدې خپلوان يې پرېږدي، هغه (مال) که لږ وي او که ډیر دوی ته پکې ټاکلې برخه شته.
۵- دغه رنګه ښځه پۀ خپل مال کې د تصرف او خرچ کولو حق لري او کولى شي چې په روا کارونو کې خپل مال مصرف کړي.
۶- ښځه د تعليم حق لري خو هغه تعليم چې د دې لۀ فطرت او خلقت سره مناسب وي ، اسلامي اداب او اخلاق پکې تر پښو لاندې نشي او د ټولنې د ترقۍ او خوشحالۍ باعث وګرځي؛ نۀ د اخلاقي فساد. همدارنګه د ښځي عفت او ابرو ورکې خوندي وي، د زده کړې او تعليم سيستم يې شرعي وي، د تعلیم نظام مخلوط نه وي ، داسې تعليم نه وي چې ښځه خپله اصلي او مهمه دنده ور سره سرته نشي رسولاى.
۷- که اړتیا پېښه شي نو ښځې هم کولای شي د کورنیو چارو او یا ټولنیزو پېښو په باره کې چا ته مشوره ورکړي، لکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د حدیبې پر مهال د مؤمنانو لۀ مور حضرت ام سلمې (رضی الله عنها) سره مشوره وکړه او حضرت شعیب (علیه السلام) هم د خپلې لور مشوره ومنله کله چي هغې ورته وویل: «يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ». خو دا پکې لازمي ده چې ښځه خو د ښځهوالي په تول پوره وي.
کوم خلک چې دا ادعا لري چې اسلامي دين ښځو ته حقوق نه دي ورکړي هغوي خو يا د اسلام په اړه معلومات نه لري او يا په حقايقو سترګې پټوي.
پۀ اسلامي امارت کې د ښځې ارزښت او مقام:
د افغانستان اسلامي امارت چې پاليسي او کړنلاره يې اسلامي ارشادات دي، د ښځو حقوق پکې د دنيا تر بل هر نظام خوندي دي.
پۀ اسلام کې د ميرمنې ټولې اړتیاوې ورپوره کول، لکه: خوراک ، څښاک ، پوښاک ، اطاق او ښۀ چلند د خاوند مکلفيت دی، خو پۀ غربي ټولنه کې ميرمن بايد پورته اړتیاوې پۀخپله پوره کړي، که څۀ هم د عزت پۀ بايللو سره وي.
پۀ اروپايي ټولنه کې انسانيت دومره بې ارزښته شوی، چې وګړي يې حقونه د سپيو پۀ آوازونو سره غواړي.
پۀ اروپا کې يوه ميرمن راولاړېږي د سپي بڼې ته د خپلې څهرې بدلولو لپاره زرګونه ډالر مصرفوي، خو چارواکي يې د افغانستان پۀ اسلامي امارت د بشري حقوقو د نقض تور لګوي.
دوی پۀ دا ډول څرګندونو سره غواړي، چې د اسلامي هيوادونو د چارواکيو او عامو وګړو ذهنيت پۀ يو او بل نوم د اسلامي امارت پر وړاندې منفي لوري ته واړوي، هغوی ته دا وښيي، چې د افغانستان سره د دوی د ترينګلو اړيکو لامل هلته د ښځو حقونه نقضول دي، خو اوس دنيا پۀ هغه حالت کې نۀ ده، چې د امريکا او متحدينو هر ډول ته به ګډيدل، اوس يې واقعيتونه پيژندلي، چې امريکا پۀ دا ډول څرګندونو سره کوم اهداف لري!؟
د افغانستان اسلامي امارت د بشر او پۀ ځانګړي ډول د انساني جامعې کمزوري مخلوق (ميرمنو) هر ډول اسلامي حقوقو ته متعهد دی او پۀ بشپړ ډول ورته درناوی لري.
لیکنه: مفتي فضل شاه افضلي