په اوسنيو شرايطو او محدودو امکاناتو کې د کډوالو د مېشتولو مدیریت

د پاکستان لخوا د افغان کډوالو په زوره را شړلو غیر انساتي او غیر بشري پالیسۍ پرضد په پراخه کچه د افغانانو او نړیوالو منفي غبرګونونه راپارولي دي.له دې سره سره بیا هم پاکستان په خپل دغه بشري ضد کړنو ټینګار لري او د افغان کډوالو د اېستو لپاره له خپلې پرېکړې لاس نه اخلي.پاکستان په وروستیو کې د څو میلیونو افغان کډوالو د را شړلو اعلام وکړ او په تېرو څو ورځو کې یې لسګونه زره افغان کډوال را شړلي، چې افغانستان ته په ستنېدو له ګڼو ستونزو سره مخ دي.ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د پاکستان دا عمل غندلی، خو د پاکستان لنډمهالی حکومت د خپلې پرېکړې په عملي کولو ټینګار کوي. پاکستان هغه افغان مهاجر هم نیسي، زنداني کوي او راشړي یې،چې هغوی قانوني او یا هم د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اسناد هم لري؛ بشري ټولنې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په هکله اندېښنې ښکاره کړې دي، ځکه افغانستان د دغو افغانانو د ادغام توان نلري.د ورلد وېژن انټرنیشنل خیریه موسسې چارواکې، تامیندري دا سيلوا، وايي چې اکثره خلک تر نیول کېدا ورورسته یو وچ خوړ ته انتقالېږي او د انتقال په یو مرکز کې ابتدايي راجستر کېږي.نوموړې وايي بېرته ستانه شوي خلک یوازې له هغو کالیو سره چې په شا یې دي، افغانستان (له ډیورنډ کرښې دې غاړې) ته دننه شوي، ځکه د دوی ساعتونه، زيورات او نغدې پيسې د پاکستان پر پوله ورڅخه اخیستل شوي دي.
افغانستان ته بېرته راستون شوی افغان مهاجر خیال محمد، وايي چې ۱۷ کاله یې په پېښور کې تېر کړي دي. هغه چې پنځه ماشومان لري یوه اوونۍ مخکې پر تورخم را اوښتی.
خيال محمد اسوشتيد پرېس خبري آژانس ته وويل چې پاکستاني چارواکو اجازه ورنه کړه چې د خپل کور سامان له ځانه سره راوړي. هغه وایي چې خپل او د کورنۍ ټول وسايل یې په پاکستان کې پاتې شول.مرستندويه موسسو هم په دې اندېښنه ښکاره کړې چې په تورخم کې د بېرته ستنېدونکو افغانانو لپاره د اوسېدو مناسب ځای نشته. دوی وايي مهاجر بیخي لږ د څښاک اوبو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې د ځان ګرمولو لپاره حتی د اور بلولو امکانات هم نلري، همدارنګه شپه کې د څراغ رڼا او تشنابونه هم نشته. رفع حاجت په خلاصو سیمو کې کېږي او روغتيایي امکانات ډېر ضعیف دي.مرستندویه موسسې وايي دغه افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ او تر شنه آسمان لاندې شپې ورځې سبا کوي،
د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، خيریه موسسې وايي ستنېدونکې کډوال پرته له دې چې مناسبې سرپناوې، خواړه، د څښاک اوبه او تشنابونه ولري، په رڼه ډګر کې چې هوا هم یو څه سړه ده، ژوند تېروي.په وروستيو کې په سلګونو زره افغانان له پاکستانه را شړل شوي او دغه لړۍ هره ورځ ادامه لري. یوه پاکستاني چارواکې ويلي چې يوازې د تورخم له لارې په ورځ کې لس زره افغانان بېرته خپل هېواد ته اوړي او پاکستاني چارواکې د دغو کډوالو د نیولو لپاره کور په کور لټون کوي. پاکستان یوه میاشت مخکې دغو افغانانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې وخت ورکړی و چې په خپله خوښه افغانستان ته بېرته ستانه شي که نه وبه نيول شي.
له پاکستانه تر ټولو ډېر افغانان د تورخم او چمن له لارو را ستنېږي. چارواکې هڅه کوي چې دغو مهاجرو ته کمپونه ایجاد شي چې خپلو سیمو ته له انتقالولو د مخه په کې انتظار وکړي.له پاکستانه افغان کډوال په داسې حال کې راشړل کېږي، چې له یوې خوا سوړ ژمی راروان دی او له بلې خوا افغانان اړ دي چې د مهاجرو را روان سېلاب مهار او بیا داسې مدیرت کړي چې ترې د را ولاړېدونکې انساني بهران مخنیوی وشي! پوښتنه دا ده، چې له نړۍ انزوا کړل شوی او له نړیوالو بندیزونو سره مخ افغانستان به څرنګه د دغه بحران مدیریت وکړي؟
د بیړنیو پېښو د مخنبوي کارپوهان وایي، چې په یوه محدوده ساحه پا پنډغالي کې د دومره ډېرو کډوالو مدیرت ډېرو مالي امکاناتو او اوږدمهالو طرحو او پلانونو ته اړتیا لري.
نو څه په کار دي؟
افغانستان ۳۴ ولایتونه لري او په ولایتونو کې بیا ولسوالۍ، سیمې او کلي پراته دي. را شړل شوي کډوال هم که افغانان وي، دغه کډوال د یوه کلي اړوند دي او په دې سره د دوی اصلی هویت هم تثبیتېږي، د دغه هویت مالومولو ستره او مهمه ګټه دا ده، چې غیر افغان او نفوذي استخباراتي او نورو کړیو کسان په ډېره اسانۍ سره پېژنړل کېدای او نیول کېدای شي. نو په اوسني بحراني او نازک وخت کې هر راتلونکی کډوال باید خپل اصلي ولایت، سیمې او کلي کور ته انتقال کړل شي او بیا وروسته په کلیواله کچه دوی په ټولنه کې ادغام کړل شي. له دې وروسته دغو کډوالو ته باید په خپل پلرني ټاټوبي کې د کار، روغتیایي خدماتو، ژوند (د اوسېدو ځای) امکانات باربر او مرستندوی ارګانونه ورسره د راتلونکې ژمي لپاره مرستې وکړي او په تدریجي توګه افغان کډوال په خپلو کورونو کې ځای پرځای او د خپل باعزته ژوند خاوندان شي.
که داسې و نه شي، بیا لاندې ستونزې او بحرانونه زیږولی شي:
۱- په اوس وخت کې هر کډوال ته اوسېدلو ځای برابرول نه یوازې چې ناممکن دي،بلکې ډېر مالي امکاناتو ته اړتیا لري نو د امکاناتو ستونزه.
۲- اوس وخت کې د کډوالو د مېشتولو لپاره نشی کېدای چې نوی ښارګوټی جوړ شي او لوی ښارونه هم دومره ضرفیت نه لري چې په کې د میلیونونو راشړل کېدونکو کډوالو لپاره هم په کې امکانات برابر کړل شي یعنې د ښارګوټو جوړولو د وخت او لګښتونو ستونزه.
۳ـ میلیونونه کډوال نه یوازې خوراکې توکو ته اړتیا لري، بلکې هغوی د ژوندانه ټولو لومړنیو موادو او په تېره بیا روغتیایي امکانات ته سخته اړتیا لري چې دا هم په اوسنیو شرایطو له امکانه لرې خبره ده، یعنې د روغتیایي هړماتو ستونزه.
۴- له ټولو لومړی کډوالو ته د صحي اوبو برابرول ضروري دي؛ په داسې حال کې چې د اقلیم تغییر له لاسه خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي، نو په يو ځای کې د دومره کډوالو مېشتول د صحي اوبو بحران رامنځته کوي، چې روغتیایي ستونزې هم ورسره سمې یرغل کوي.
۵- بله مهمه موضوع د کثافاتو مدیریت دی هغه که هغه جامد وي یا فاضلاب نو په اوسنیو شرایطو کې د کډوالو تراکم او راټولېدنه د ډېرو کثافاتو د تولید لامل ګرځي او که دا مسئله سمه مدیرت نشي، نو د سختو ناروغیوو لامل ګرځي چې انساني بحران زیږوي.
څنګه کولای شو چې د کډوالو د محلي ادغام چارې مدیريت کړل شي؟
د کلیو ولسوالیو او بیا ولایتونو په کچه د مرستندویو ګروپونو جوړول ستر لومړیتوب دی دا ګروپونه باید د ځایي خلکو لخوا انتخاب شي او راتلونکی کډوال باید له دغو ګروپونو سره په اړیکه کې شي او په همدې توګه کډوال خپلو پلرنیو سیمو ته انتقال کړل شي.
دا چې د راشړل کېدونکو کډوالو د سمې مېشتېدنې لپاره د چارو مسوولیت په ښه توګه ترسره کړل شي او په بیړنۍ توګه کډوال د ساړه ژمي له بحرانه خوندي کړل شي،نو په اوسنیو شرایط او امکاناتو کې له دې پرته بله لاره غوره نه برېښي، هیله ده چې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو سازمان او همدارنګه نړیواله ټولنه او ټول مرستندوی ارګانونه لاس په کار شي او په دې برخه کې خپل مسوولیتونه په خپل وخت او ښه توګه ترسره کړي.
لیکنه: شهبازخان