فلسطین څنګه اشغال شو؟

دا له شکه وتلې خبره ده چې له فلسطین سره بې اندازې مینه د هر مسلمان په زړه کې ځای لري. اسلامي نړۍ د ۱۰۵ کلنو راهیسې د فلسطین او د فلسطینیانو لپاره خپل آواز پورته کړی دی.
هو، کله چې په ۱۹۱۷ زېږدېز کال کې د عثماني خلافت توغ د فلسطین په خاورې کې راوپرځېدۀ او پر ځای یې د انګرېز توغ ورپېده، نو په همغه کال د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر د برېتانیا د پارلمان غړي او یهودي سیاسي شناند «والتر روتشپلد» ته لیک ولیکه، چې په دې لیک کې یادونه شوې وه، چې د برېتانیا دولت به د یهودو لپاره د یو هېواد په جوړېدو کې له دوی سره هر ډول همکاري کوي. وروسته هغه لیک د «بالفور» په بیانیې شهرت وموند، چې له هغه وروسته د اسرائیلو د تأسیس لپاره په نړیواله کچه هڅې پیل شوې.
د تاریخ پوهانو له آنده، دا لیک په حقیقت کې د هغه پټ تړون عملي کول وو، کوم چې د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته داسې تړون شوی و:
” لومړی به انګرېز عثماني خلافت ټوټې، ټوټې کوي او وروسته به د یهودو لپاره د فلسطین په تاریخي سیمه کې د یو دولت په جوړولو کې چټک ګامونه اخلي”.انګرېزان ۳۱ کاله د فلسطین پر خاورې واکمنان وه، چې په دې موده کې یې زیاته هڅه دا وه چې د نړۍ په کچه په ځانګړې توګه د لوېديځ یهودیان د فلسطین خاورې ته راولي، نو کله چې انګرېزانو په ۱۹۴۸ زېږدېز کال کې فلسطین پرېښود، نو د یهودو لپاره د فلسطین د اشغالولو پوره زمینه برابره شوې وه.
دا خبره د یادونې وړ ده، چې د عثماني خلافت د ړنګېدو په دسیسه او د یهودو ځای په ځای کولو کې ځینې عرب هم د انګرېز د دې دام ښکار شول، هغوی چې د واک ترلاسه کولو په ناروغۍ مبتلاء وه، دا سوچ یې کاوه چې د ترکانو د ماتې وروسته به د واک رسۍ دوی په خپل لاس کې واخلي.
انګرېزانو هم دوی ته دا انګېزه ورکړې وه، چې د عربو په شتون کې څنګه ترکانو د مسلمانانو د خلافت واګي په لاس کې اخیستي دي( که څوک غواړي په دې اړه نور معلومات ترلاسه کړي، نو د شریف حسین چې د شریف مکه په نوم شهرت لري په اړه دې مطالعه وکړي، دی لومړنی سړی و چې د انګرېزانو د دام ښکار شو).
خو په ډېر تأسف سره باید ووایو چې اوس هم د مسلمانانو زیاته کچه د اسلام د دښمنانو په تباه کوونکو دامونو کې را ګېر دي، چې یو یې نژاد پرستي ده.
یهودیانو په ۱۹۴۸ زېږدیز کال کې د فلسطین ۷۸ سلنه خاوره اشغال کړه او اسرائیل یې د یو مستقل هیواد په توګه اعلان کړ.
حقیقت خبره دا ده چې انګرېزانو د فلسطین خاوره یهودیانو ته د ډالۍ په توګه ور کړه او د اسرائیلو بنسټ یې کښېښود.
بیا په ۱۹۶۷ زېږدیز کال کې کله چې عربو له یهودو سره جګړه وبایلله، نو د فلسطین ټوله خاوره د بې رحمه یهودو په لاس کې ولوېده او پوره ۲۰ کاله هیڅ مسلمان دومره جرئت ونه سوای کولی چې پر یهودو لاس را پورته کړي.
په ۱۹۸۷ زېږدیز کال کې د لومړي ځل لپاره د فلسطین مسلمانانو د ډبرو او خښتو په وارونو د اسرائیلو د نامشروع دولت پر ضد پاڅون وکړ، چې تر دې دمه زرګونه فلسطینیان په شهادت رسېدلي او زیات شمېر یې ژوبل شوي هم دي، ډېرې کورنۍ یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوې، چې نژدې او لرو سیمو کې د مهاجرت شپې او ورځې تېروي او په ډېرو یې کرغېړن زندانونه هم ډک شوي دي، خو تر اوسه یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړی دی، چې هیڅ سستي او خستګي یې په ټوک، ټوک بدن کې نه تر سترګو کېږي، چې دا ټولې هڅې یې د دې لپاره دي چې د فلسطین پاکه او مقدسه خاوره د اسرائیلو د ناولو قدمونو څخه پاکه کړي او یو ځلې بیا د آزادۍ
خوند وڅکې.

ژباړه: عبدالرحیم راشد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button