ایډیالوژي د ملي قدرت ستره سرچینه/ دوهمه برخه

د امریکا د بهرنۍ پالیسی مهم اصل د ډیموکراسۍ پر اصل ټینګار دی چې یوه فکري جنبه لري. پر همدې اساس یې پر عراق ناروا یرغل راوړ. ځکه امریکا پلان درلود چې د یوه سوچه ډیموکراټیک عراق په تقلید به په ټوله عربي نړۍ کې د ډیموکراسي نظام رامنځته شي، خو یوازې په یوه ډیموکراټیک منځني ختیځ کې د اسرائېلو تسلیمیدل او له هغوی سره سیاسي تعامل شوني دی.
په عراق کې له ماتې وروسته امریکا د همدې اصل د تأسیس لپاره په منځني ختیځ کې د عرب پسرلي په نامه پر پلان (B) کار وکړ، او په پایله کې یې منځني ختیځ د انارشېزم، بې ثباتۍ او تباهۍ و لوري ته ورټېل واهه. چې لیبیا، شام او یمن یې ښکاره بیلګي دي.
دا تاریخي واقعیتونه د قرانکریم د ایت تائید کوي چې د ملتونو تر منځ د جنګ او تصادم لومړی علت «قدرت» نه؛ بلکې «ایډیالوژي» ده. قدرت په نړیوالو سیاسي کشالو کې ثانوي حیثیت لري. د یوې ایډیالوژي او فکر له نړیوال کېدلو او راپورته کېدلو سره ملتونه راپورته کېږي او د یوه فکر او ایډیالوژي له ماتې او انحلال سره ملتونه منحل کېږي.
په نړیوال سیاسي لټریچر کې د ایډیالوژۍ اهمیت
په نړیوالو سیاسي چارو کې تر ډیره د ریالیزم نظریه حاکمه ده. له نوموړې نظریې سره سم د انارشېزم او یوه مرکزي قدرت د نه شتون په پایله کې رامنځته شوې اندېښنې تل هېوادونه د قدرت پر سیالۍ او امنیتي مسائلو ته پر پاملرنه مجبوره کړي. له همدې امله یوازې دولتونه د یوه سیاسي لوبغاړي په حیث مني چې پوځونه او نظامي صلاحیتونه لري. لیبرالیزم هم په نړیوالو سیاسي چارو کې مطرحه نظریه پاتې ده. له نوموړې نظریې سره سم په نړیوالو سیاسي چارو کې د قدرت په پرتله اقتصاد، سیاسي مفاهمت مهم دی چې د نړیوال امنیت ضمانت کولای شي. له همدې امله موږ د دولتونو برسیره د سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو، اقتصادي او ټولنیزو همکاریو له ارزښته هم انکار نشو کولای.
خو په تېره پیړۍ کې د نړۍ د خونړیو انقلابي پیښو په اټکل او مخنیوي کې، یا هغوئ ته په رسیدګي کې دا دواړه نظریې وخت پر وخت ناکامه ثابته شوي. په ځانګړي ډول د شوروي له ړنګیدو وروسته ریالیزم یوه نیمګړې نظریه ثابته شوه. ځکه شوروي پر نظامي قدرت له بي ساري پاملرنې برسیره ماتي خوړلې وه.
ددې یو لامل دادئ چې د نړۍ د سیاسي وضعیت د څیړلو لپاره دا دواړه غربي نظریې دي. خو غربي شنونکې د خپل ځانګړي مادي فکر پر اساس طبعي ده د پیښو پر مادي او تخنیکې شننه او توجیه ټینګار کوي. او د پیښو تر شا ژور فکري او معنوي عوامل له پامه غورځوي. لکه موږ چې اشاره ورته وکړه د نړۍ ټولې سترې پېښې تر شا، هغه که امنیتي وي او که ټولنیزې، فکري جرړې لري. او همدا د نړیوالو سیاسي چارو اسلامي لید لوری دئ.
ډیری خلک د شوروي د سترې ماتې لامل ددوئ اقتصادي رکود ګڼي. خو په اصل کې د شوروي د ټوته کېدلو لامل د کمونیزم یا سوسیالیزم فکري او فلسفي ماتې وه، چې د شلمۍ پیړۍ په اوږدو کې په عیني شکل څرګند شوی و. ددې دلیل دادئ چې د شوروي د ماتې لامل که یوازې اقتصادي و؛ نو بیا باید د پخواني شوروي هیوادونو تر منځ نظریاتي یووالی پاتي وای- چې هغه کمونیزم و. ښکاره ده چې داسې څه نشته. نو د شوروي د ناکامۍ لامل د فکر ناکامي وه. غربي شنونکې د دولتونو د قدرت د ارزیابۍ او موازنې په وخت کې د هغوئ دفاعي بودجې، تخنیکې وړتیا ، نظامي تجهیزاتو ته حساب کوي، مګر کم شنونکې دې ټکې ته پاملرنه کوي چې ستر قدرتونه د سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو پر مټ د یوه ځانګړي فکر پر خپراوي او پروپاګند څومره بودیجه مصرفوي.
د TED د یوه ویناوال په نظر په راتلونکې نړۍ کې به ستر قدرتونه نه امریکا وي نه چېن! بلکې د رسنیزو شبکو ادارې به وي۴. ځکه رسنۍ د ملتونو پر فکري لیدلوري نیغ تاثیر لري. د ملتونو د ځان لپاره د خوښولو او ردولو قدرت د رسنیو په لاس کې دئ، او همدا فکري تاثیر ګذاري د ملتونو تقدیر بدلوي.
د فکر او ایډیالوژۍ د هیواد پر داخلي او بهرني سیاست اغیز
د ملي قدرت د نورو منابعو بالعکس ایډیالوژي یوازینی هغه عنصر دئ چې ملتونه افاقیت، د سیمې او نړۍ رهبریت ته تیارولای شي. که ته چېرې په سیمه کې د فکري قدرت مرکز پاتې شې ښکاره ده ستا د قدرت محیط به څو هیوادونو ته غزیږي، او هغه به د جنګ او سولې په وخت کې ستا متحدین پاتي کېږي.
د فکر یا ایډیالوژي سیاسي یا عملي تعریف داسې کېږي: ایډیالوژي له هغه فکري او عقیدوي نظام څخه عبارت ده چې پر بهرنیو واقعیتونو پلي کېدلای شي۵. نو هغه نظام او فکر چې بهرني واقعیتونه تعقیبوي، او هغه یې تر نظر لاندې وي عموما د ملتونو سیاسي لرلید ته افاقیت او پراخوالی ورکوي. په پایله کې ایډیالوژي په بهر کې موږ خپلو موخو ته په اساني سره رسولای شي. او همدا لاسته راوړنې په داخل کې زموږ مشروعیت ته زمینه برابروي.
تاریخ ښودلې چې د هیوادونو پوځي او دفاعي ځواک او وړتیا د هغوئ له فرهنګي میراث او عقیدې سره نږدې اړیکه لري. د طالبانو غورځنګ یې ښکاره بیلګه ده.
ریالستان چې په نړیوال سیاست کې د قدرت پر ټکې ټینګار کوي هم د ایډیالوژي پر اهمیت زور کوي، او هغه په نړیوالو اړیکو کې د هیواد د نفوذ او قدرت ملاتړي ګڼي، او په داخل کې یې د ملي
یووالي سبب بولي.
د یوې کامیابې ایډیالوژۍ په پایله کې زموږ د قدرت ساحه هم په داخل کې مشروعیت مومي هم په بهر کې. او له دې سره د ټولنې وګړي د پریکړو او تصمیمونو په عملي کولو کې همکاري کوي، او دغه حالت نه یوازې دا چې د سیاسي ټیکاو لامل ګرځي بلکې د بنسټیزو بدلونو سبب هم کېږی.۶ د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په محدوده اصولو کې یو د ډیموکراسي پر اصل ټینګار دئ؛۷ ځکه دا په بهر کې د امریکا سیاسي امپریالیزم ته،یعنی د نورو هیوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنې ته، مشروعیت ورکوي.
همداسي د ملي امنیت په اصولو کې د ملي او عقیدوي ارزښتونو ساتل د ملي امنیت له مهمو مسئولیتونو څخه شمیرل کېږې. ۸ له دې څرګندېږي چې ایډیالوژي څومره په نړیوالو سیاستونو کې مطرح ده، او په څومره اندازه په نړیوالو چارو کې حساب ورباندی کېږي. د فکر او ایډیالوژي له قدرت څخه په استفاده کې مسلمانان څومره بې باکه او بې تفاوته دي.
لویدیځ او فکري جنګ
موږ فکر کوو چې په نوې نړۍ کې چې غربي نظام حاکم دئ نور مذهب، پر یوه ځانګړي فکر، عقیده او فرهنګ ټینګار ارزښت بایللی دئ. او نړۍ یوه ازاده دنیا ده چې انسانان هر څه غواړي هغه کولای شي هغه ویلای شي. او له دې سره لویدیځ دا پروپاګند هم کوي چې مذهب ( اسلام ) سخت فکري او عملي حدود پلي کوي. له انسان او ټولنې د فکر، عمل او بیان ازادي اخلي. بالعکس لویدیځ د فکر او عمل ازادي ته عقیده لري. او پر یوه داسې ماډرنه ټولنه ټینګار کوي چېرې چې پر انسانانو ځانګړي فکري او عملي حدود نه پلي کېږي. او انسان به د هر ډول فکري، عملي او بیان له ازادۍ برخمن وي.
مګر که موږ د لویدیځ د عملي سیاست تاریخ او د اجتماعي فلسفې لټرېچر مطالعه کړو، نو موږ حیرانیږو چې د مادي او سیکولر لویدیځ هوښیار وګړي نن هم په سخت جذباتي شکل خپل دین، غربي افکارو او اجتماعي فلسفو ته ژمن دي او په دې معامله کې حساس دي.
پدې واقعیت باید هر مسلمان پوئ وي چې د یوه سیاسي او فکري ابر قدرت په حیث لویدیځ د نړۍ ماډرنیت ته نه؛ بلکې سوچه مغربیت ته ملا تړلې. په ۱۹۹۳ یم میلادی کال د جون په څوارلسمه د ویانا د بشري حقونو په کانفرانس کې د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر وارن کریسټوفر په ښکاره پر اسلامي او لیري ختیځو هیوادونو نیوکه وکړه چې د لویدیځ نړیوالتوب مخه نیسي او د کلتوري تړاو په نامه یې لویدیځ ضد افکارو ته پناه ورکړي.۹ ددې برسیره پر افغانستان له یرغل سره سم د بوش له لوري د صلیبي جنګ اعلان یې ښکاره بیلګي دي.
لویدیځ یا کفر فکري نړیوالتوب غواړي. هره نظریه او فلسفه چې ددوئ د نړیوالتوب او استعمار مخه نیسي هغه دوئ ته د منلو نده. مارکس له غربي علمي معیارونو سره سم تقریبا مارکسېزم په یوه ساینسي او منطقي نظریه ثابته کړی و. خو بیا یی هم د هغې د له منځه وړلو لپاره یوه پیړۍ مبارزه وکړه. همداسې نیشنلیزم چې د اروپایي نشاة ثانیة، ملي وحدت او ویښتابه له اساسي عناصرو څخه و، نور په لویدیځ کې له منځه یووړ. ځکه دې فلسفو ددوئ د جهاني استعمار او استحصال مخه نیوله. ولې په معاصره نړۍ کې د یوه هیواد یا ملت یا ځانګړي طبقې نړیوال حاکمیت یا واک ستونزمن دئ؛ نو لویدیځ د یوه هیواد د نړیوالتوب پر ځای د یوه فکر د نړیوالتوب هڅه کوي. خو یوازې د فکر له نړیوالتوب سره اقتصادي، سیاسي او نظامي نړیوالتوب شونې دئ.

لیکنه: محمداشرف احرار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button