د فلسطین وضعیت ته کتنه

۱: د پاکستان صدراعظم کاکړ: افغانستان کې به تر یو مشروع حکومت وروسته حالات ښه شي. بله دا چې مونږ د کډوالو ستنولو پرېکړې باندې ولاړ یو، غیردولتي عناصر د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.
۲: د بلوچستان اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی: د پاکستان او افغانستان پر پوله د تګ راتګ له پاره د پاسپورټ شرط عملاً پيل شو، له ۳۵۰ زیات پاسپورټونه وېشل شوي، له دې شرط څخه د سرغړونې اجازه نشته.
۳: د ملګرو ملتونو بشري حقونو مشر ترک: له پاکستانه د افغانانو په شړلو، نیولو، ملکیتونو او شخصي شتمنیو ضبطولو او ناوړه چلند باندې اندېښمن یو.
۴: د ملګرو ملتونو بشري حقونو اداره: داسې شکایتونه مو اورېدلي چې پاکستان اسناد لرونکي افغانان هم په زوره ستنوي او ادعا کیږي چې دوی سره بد چلند شوی، پاکستاني پولیسو د شپې له خوا د دوی پر کورونو چاپې وهي او شتمني یې ترې وړي.
۵: د یوناما مشرې او مرستیال یې تورخم کې له راستنېدونکو کډوالو سره کتلي. یوناما لیکي، کډوال د سرپناه او روغتیا په برخو کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه خپله ټوله هڅه کوي.
۶: د بښنې نړیوال سازمان په یوه لیک کې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري وېستلو، ځورولو او نیولو بهیر ودرېدو غوښتنه کړې او دا یې د نړیوالو ژمنو نقض بلل دی.
۷: افغانستان انټرنشنل: افغان کډوال په پاکستان کې د خپلو کورونو وسایل په نیمه بیه پلوري.
۸: د کاناډا کډوالۍ اداره: د افغان کډوالو تخلیې پروګرام په لړ کې مو تېره ورځ له پاکستانه ۳۲۵ نور افغانان انتقال کړل، چې دې سره د ۲۰۲۳ز تر پایه د ۴۰ زرو افغانانو لېږدولو ژمنه پوره شوه.
۹: د برېتانیا ټيلیګراف ورځپاڼه: د امارت له بیاواکمنېدو وروسته برېتانیا ته د افغان کډوالو ناقانونه تګ ۴ برابره زیات شوی دی.
۱۰: رسنۍ: له پاکستانه د ستنېدونکو افغانانو شمېر له ۲۲۸ زرو واوښت.
۱۱: د امارت ویاند بلال کریمي: تېره یوه میاشت کې ۳۴۰ زره کډوال راستانه شوي دي.