د فلسطین وضعیت ته کتنه

۱: د غزې روغتیا وزارت: غزې تړانګه نن پنجشنبه (لړم ۲۵) یوځل بیا پرته له کوم اوربند د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د جګړې او نښتو د دوام، د کړکېچ د زیاتوالي او د یو شمیر ښکیلو خواوو د وژل کېدو شاهده وه. د شهیدانو شمېر له ۱۱۵۰۰ څخه اوښتی دی. همداراز غزه کې د حکومت د معلوماتو دفتر وايي: غزه کې ۲۵ روغتونونه او ۵۲ روغتیایي مرکزونه له خدمت څخه بې برخې دي.
۲: په غزه کې د روغتونونو عمومي رئیس: الشفاء کمپلېکس کې ۶۵۰ ناروغان پراته دي، چې ۲۲ یې په وخیم حالت کې دي. موږ له نړیوالو غواړو، چې د ناروغانو او طبي کارمندانو ژوند ژغورلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي او بېړني مریضان مصر او ترکیې ته انتقال کړي.
۳: ‏د حماس ډلې مشر اسماعیل هنیه: د عربي هېوادونو مشران دومره له خدایه نه ډارېږي، څومره چې له امریکا او د دوی لاسپوڅي اسرائیلي رژیم څخه وېره لري. زیاتوي، دوی چې د شپي هم ویده کېږي، یو ځل د امریکا او اسرائیلو اجازې ته اړتیا لري. اسماعیل هنیه همداراز زیاتوي، د اسرائیلي رژیم پر وړاندې به خپله مبارزه او جګړه ترهغه بس نه کړي، ترڅو چې خپلو اساسي موخو ته نه رسیدلی.
۴: د فلسطین د زندانیانو اداره: اشغالګرو اسرائیلي ځواکونو تېره شپه په لویدیځه غاړه کې لږ تر لږه ۸۵ فلسطینیان نیولي. بل لور ته د فلسطین وفا خبري اژانس راپور ورکړی چې د غزې په مرکز کې پر یوه جومات د اسرائیلي الوتکو په برید کې ۵۰ تنه شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو تر دې مخکې اعلان کړی و، چې په غزه کې د حماس لپاره خوندي ځای نه شته.
۵: د فلسطین مخابراتي شرکت: د نفتي توکو د کمښت او برېښنا بندېدو له امله به په نږدې وخت کې د غزې شبکه قطع شي.
۶: د اسرائیلو پوځ: د غزې په لوی روغتون الشفا کې مو د حماس اړوند یو عملیاتي مرکز او وسلې کشف کړي دي. د دې ادعا د تایید لپاره د پوځ ویاند د دغو وسلو یوه ویډیو هم خپره کړه، چې د ده په وینا د روغتون په ودانۍ کې موندل شوې ده. بل لور د اسرائیلو یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي: موږ فکر نه کاوه، چې موږ به په روغتون کې نیول شوي کسان ومومو؛ خو موږ پېدا کړل.
۷: اسرائیلي چارواکو غزه کې د ۵۰ بندیانو د خوشې کولو په اړه د حماس له وړاندیز سره مخالفت کړی او د زیاتو بندیانو غوښتنه یې کړې. د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا ویلي: په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ په روانه جګړه کې د بندیانو تبادلې او مرستو رسولو لپاره د بشري وقفې اړتیا ده. د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې د دې شورا دولسو غړیو بیګا شپه ناوخته ورته مثبتې رایې ورکړې، په غزې تړانګه کې د یوې داسې وقفې، چې څوورځې دوام وکړي غوښتنه کړې ترڅو دې سیمې ته مرستې ورسول شي.
۸: نتنیاهو: داسې هېوادونه شته، چې د تروریزم ملاتړ کوي، یو یې اردوغان دی، چې وایي اسراییل یو ترورېست دولت دی، بل خوا هغه د تروریستي ډلې حماس ملاتړ هن کوي. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې اردوغان له نړېوالې محکمې، د نتنیاهو د جزايي کولو غوښتنه وکړه.
۹: عربي رسنۍ: د ترکیې او اردن په ګډون ګڼ شمېر اسلامي او عربي هېوادونړ د اسرائیلو بشرضد کړنې غندلي او ویلي دي: اسرائیلو په نړیواله کچه خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او نه شی کولی خپل جرمونه پټ کړي. موږ د دې وحشیانه چلند په اړه د امنیت شورا چوپتیا غندو او د جنګي جرمونو په اړه دا چوپتیا نه شي توجیه کېدی.
۱۰: په غزه کې د ملګرو ملتونو د چارو رئیس: موږ له مصر څخه ۲۵۰۰۰ لیتره تېل ولېږدول؛ خو پر دې بسنه نه کېږي، موږ تېلو ته خورا لویه اړتیا لرو.
۱۱: د هسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز له تل ابیب څخه غوښتي، چې په غزه کې د فلسطینیانو له “ړندې وژنې” ډډه وکړي. هغه همداراز ویلي، چې هېواد یې د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو لپاره د کار کولو اراده لري. په همدې حال کې د هسپانیا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جوز مانویل الباریز اعلان وکړ چې شاوخوا ۴۰ هسپانوي اتباع له مصر سره د رفح د پولې له لارې د غزې له تړانګې وتلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!