د افغانستان په اړه د بهرنیو رسنیو انعکاس

۱: د پاکستان دنیا نیوز: پاکستان کې دا مفکوره ورځ تر بلې مظبوطیږي چې وروستیو بریدونو کې د ټي ټي پي لاس دی او د دوی کمینونه، روزنه او ذهنیت جوړونه په افغانستان کې کیږي او امارت په دې ښه خبر دی.
۲: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: مونږ استخباراتي معلومات لرو، چې پاکستان کې ترهګر له ناقانونه کډوالو سره تماس لري، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ مو امارت څخه هم د ترهګرو ـ ټي ټي پي پټنځایونو باندې د اقدام کولو غوښتنه کړې ده.
۳: د ترکیې شارژدافیر: افغانستان ته د ترکیې یو بل په مرستو بار ریل ګاډی په لاره دی.
۴: افغانستان له پاره د پاکستان استازی دُرانی: افغانستان کې مثبت ګامونه دا دي چې په فساد کې کم شوی، خپل عواید یې لوړ کړي، امنیت هم ښه شوی او د نشه يي توکو سلنه ډېره ټيټه شوې ده.
۵: د پاکستان سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز: د پاکستان ـ افغانستان ـ ازبکستان درې اړخیزه همکاري به د دریو واړو هېوادونو اقتصادي پرمختګ چټک کړي، مونږ په سیمه کې د باثبات پرمختګ او خوښي بنسټ اېښودلی شو.
۶: افغانستان له پاره د کاناډا پخوانی سفیر لالاني: کابل کې د ډِپلوماټيک حضور وخت رارسېدلی، کاناډا باید خپل ډِپلوماټان ور واستوي.
۷: د ایران اُفق ورځپاڼه: د روسیې له خوا د امارت په رسمیت نه پېژندنې څرګندونو څخه ښکاري چې روسیه د امارت په بیاواکمنېدو نا امیده ده، شاید دا یوه امریکايي پروژه ګڼي او د امارت او امریکا د پردې تر شا رازونو باندې شکمنه او ځان ته ګواښ ګڼي.
۸:  د برېتانیا ټيلیګراف ورځپاڼه: د امارت له بیاواکمنېدو وروسته برېتانیا ته د افغان کډوالو ناقانونه تګ ۴ برابره زیات شوی دی.
۹: افغانستان انټرنشنل: افغان کډوال په پاکستان کې د خپلو کورونو وسایل په نیمه بیه پلوري.

.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button