غزل/ رحمان بابا

ستا په عشق کې هسې خلاص يم له شعوره
چې يوه خبره نه لرم منظوره
طبيبان وايي چې صبر دى دارو دي
خداى فرقه زمونږ پيدا کړه ناصبوره
تورې هر چرې تړلي په دښمن شي
ياره ستا سترگې دوستان وژني په توره
معشوقې د زمانې شوې سره ټولې
د زړه خونه مې يې ولوټله چوره
زه تنها په ضرور نه يم ستا له غمه
پيدا شوې عاشقي ده له ضروره
هرې شپې لره ورځ شته دى په جهان کې
زما عمر جداييه کړ بې نوره
مهرويان وفا له هيچا سره نه کا
دا خبره په عالم کې ده مشهوره
چې خبر شي واړه گوتې په غاښ نيسي
په هجران کې خبر مه شه له مهجوره
د رقيب له بدو سترگو دې ځان ژغوري
هر عاشق چې بهر مند وي له حضوره
هومره توان او توفيق نه گڼم په بخت کې
چې تايب کاما، له فسق او له فجوره
په نظر د مدعيانو تور کودى دى
که يې کښېنوم د کټ د پاسه حوره
د رحمان د سترگو نم به هاله وچ شي
که وچ شوى د چا نم وي له ناسوره