نړیوال جام؛ په دوهمه پایلوبه کې اسټرالیا جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه

عزم (پنجشنبه، د لړم ۲۵مه، ۱۴۰۲): د نړیوال جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې اسټرالیا جنوبي افریقا ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د کلکتې په ایډن ګارډن لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې د جنوبي افریقا لوبډلمشر ټیمبا بوما وګټله او لومړۍ توپ وهنه یې غوره کړه چې دغه پرېکړه درسته ثابته نشوه؛ ځکه لوبډلې یې ښه پیل ونکړ او د سر لوبغاړي یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل؛ خو د هینریچ کلاسین او ډیویډ میلر ملګرتیاو منډې ښې کړې، تر دې چې د جنوبي افریقا ټوله لوبډله په ۴۹.۴ اورونو کې ۲۱۲ منډو باندې وسوځېدله.

ډیویډ میلر ۱۰۱ او هینریچ کلاسین ۴۷ منډې وکړې.

اسټرالیا ته سټارک او کمینز ۳،۳ ویکټې واخیستې. همداراز هزلیووډ او هیډ ۲،۲ ویکټې واخیستې.

په ځوابي لوبه کې اسټرالیا چټک پیل وکړ، خو وروسته یې لوبغاړي په یو بل پسې وسوځېدل او لوبه حساس پړاو ته ورسېده؛ خو بیا یې هم ورکړل شوی هدف یې په ۴۷.۲ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او په اتم ځل یې پایلوبې ته لاره وموندله.

تریشیو هیډ ۶۲، سټیو سمیت ۳۰، ډیویډ وارنر ۲۹ او جوش انګلیس ۲۸ زیاتې منډې وکړې.

افریقا ته کویټيزي او شمسي ۲،۲ ویکټې واخیستې.

د لوبې غوره لوبغاړی تریشیو هیډ و.

په دې سره اسټرالیا هم پایلوبې ته ووتله چې هلته به له هندوستان سره مخ شي.

پایلوبه د احمد اباد په ستر لوبغالي کې د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.

اسټرالیا تر دې دمه ۵ او هندوستان ۲ نړیوال جامونه ګټلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!