هغو مفتیانو ته چي د اوباما تبر ته لاستی ور اچوي

لیکوال: ډاکټر عزام 

د نن ټکي اسیا په خبري، تحلیلي، معلوماتي، ملي او اسلامي وزیني ویبپاڼي کي مي د طالبانو پرضد د فتوا بازۍ دسیسه تر سرلیک لاندي جالبه لیکنه ولوستله،
په لیکنه کي یوې داسي فتوا ته کتنه شوې چي د څو ملا یانو له خوا د هغوی د لاسلیکونو سره خپره شوې ده.
مفتي صاحبانو په خپله فتواپاڼه کي داسلام دسیاسي نظام دبنسټیز اصل( اهل حل والعقد) مصداق په معاصره نړۍ کي ناممکن بللی او دهمدې قاصر فکر او نیمګړي علم په روڼا کي یې د طالبانو د نوي رهبر ملا اختر محمد منصور صاحب زعامت باطل ګڼلی دی.
په فتوا پاڼه کي ویل شوي چي د شرعي امیر دشرطونو پوره کول ناممکن دي نو نه شرعي امیر شته او نه هم باغي، هرڅوک کولای شي چي په خپل سر دخپلي خوښي سره سم جهاد وکړي.
ددې بیچاره مفتیانو دې ته نه دی پام چي هر څوک د خپلي خوښي مطابق په خپل سر په اصطلاح جهاد شروع کړي بیا خونه جهاد نه ، بلکي جګړه او فساد شو، ځکه جهاد خپل شروط او ضوابط لري که د هماغو ضوابطو او اوصولو په اساس ونه شي، ستر خیانت به وي چي مجهول المفهومه جګړو ته د جهاد نوم ورکول شي.
ددې مفتي صاحبانو دنیم علم خورا واضح ثبوت دادی چي د سیکولر نظامونو پارلمان یې د اسلام د سیاسي نظام د حل والعقد شوری د بدیل په توګه تجویز کړی دی، رښتیا یې ویلي چي نیم ملا خطر ایمان.
په اسلام کي کبری امامت لازمي امر او د خورا اهمو موضوعاتو څخه ګڼل شوی دی، نو اوس که د همدې مفتیانو خبره ومنل شي د امیر د ټاکلوله شرعي لازمي امر څخه باید صرف نظر وشي او خلګ خود سره پریښودل شي چي څه غواړي اوڅنګه یې غواړي هماغسي وکړي.
بله خبره داده چي ښاغلو مفتیانو د اهل حل والعقد مصداق معدوم ګڼلی، معنی داچي شرعي نظام په معاصره نړۍ کي د چلښت او حاکمیت چانس بایللی، نو رباید ډیمو کراسۍ ته پناه یوسو او داکثریت رایې د امیر د نصب او عزل تحریم او تحلیل معیار ا ومیزان وګڼو.
دا هغه تیوري ده چي غربیانو یې په پلي کولو خوار ډیر مصارف کړي ا ودهمدې پدیدې د ترویج لپاره یې داسلامي نړۍ په مختلفو جغرافیایې خطو کي د روشنفکرانو،ملا یانو،روحانیونو او حاکمانو په رول کي خلګ استخدام کړي، ترڅو داسلام اصیل فهم او د مسلمانانو تیر برم او عظمت یوازي د ډبرني دورې افسانې وګڼي او غربي جمهوریت د بنسټیزو ستونزو حل.
ای مفتیانو ایا کله مو فکر کړی چي که د ژوند په کوم بخش کي امیر او مامور، حاکم او محکوم نه وي نو څه انډو خر به وي، اسلام خو وایې چي که دوه نفره چیري په سفر وځي خپل منځ کي دي امیر تعین کړي، نو د امامت کبری غوندي لوی امر کي چي امیر او مامور نه وي معلوم د امت بیړۍ به غرقه نشي؟!
ډیر لیري به نه ځو د روس خلاف جهاد په مهال داسي نه چي امیر او مامور معلوم نه و، صرف ستونزه داوه چي امیر او مامور تعین و، خو دامیرانو او احزابود تعدد له امله مو داسلامي نظام د نفاذ هیلي خاوري نه شوې،فساد، وژني،چور وتالان او پاټکسالاري رامنځته نه شوه؟،جهاد بدنام شو،اسلامي نظام مسخره شو، نو چي له سره امیر او مامور موجود نه وي بیابه څه حال وي؟
ایا بیا به هم داسلامي نظام خوند وڅکو؟؟!!
د امریکا ضد روان جهاد د بریا تر ټولو لوی راز د صف وحدت دی، دښمن همد اراز کشف کړی او له همدې امله یې د جهادي صف د ټوټه کولو په موخه خورا ډیري سیاسي،پوځي،رواني او تبلیغاتي هڅي وکړې،مثلا غربي چارواکو اورسنیو ته به موپام وي چي د طالبانو په واحد قیادت کي دکوټي شوری،حقاني شبکې ا و متعددو مشریوخیالي او شیطاني خبرونه او پروګرامونه وړاندي کول چي په واقعیت کي ټول جهادي مقاومت د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په قیادت کي رهبري کیده.
کله چي د ملا محمد عمر د وفات خبر خپور شو له ننګرهار اوبدخشانه ترهراته او له کندوز او شبرغانه تر خوست او کندهاره دجهاي صف ټولو منسوبینو او مجاهدینو د ملا اختر محمد منصور صاحب سره بیعت وکړ، فقط د ګوتو په شمار قوماندانانو او ډلګۍ مشرانو یې مخالفت وکړ، په تاسف سره چي ځیني ملا یان دې مخالفینو ته ددوی د حقانیت فتواوي ورکوي او په لوی لاس په واحد صف کي د تفرق زهر شیندي او د وینو بهیولو ته زمینه برابروي.
ای مفتیانو ! تاسي د استشهادي مجاهدینو په غوښو او وینو اباد شوي کور اسلامي امارت ته په بد و سترګو مه ګورئ! ازار به یوسئ.
د شهیدانو د ارمانونو ممثل نظام په شعوري او لاشعوري هڅو مه تخریبوئ،ګناه ګار به شئ!
د کونډو ا ویتیمانو او اسیرانو کفیل بنست له منځه مه وړئ، لیوني به شئ!.
د افغان مظلوم او مجاهد ولس د هیلو او ارمانونو پوره کونکی امارت له خپلو خواهشاتو، فرمایشاتو، تعصب او حماقت څخه مه قربانوئ،ذلیل او رسوا به شئ!.
د روان سپېڅلی جهادي پاڅون مشرتابه ته بد رد نسبتونه مه کوئ،باغیانو او خاینانو کي به حساب شئ!.
اود اوباما هغه تبر ته لاستی مه وراچوئ چي څو ځله یې د امارت د ټوټه کولو په موخه کارولی خو د لاستي د نشتوالي له امله هر ځل ناکام شوی دی، ځکه خسر الدنیا والاخره به شئ! .
ای مفتیانو! که بیا هم له خپل….. څخه نه کوزیږئ، نو ورشئ د cia،این و آن استخباراتي شبکو څخه مو تنخواګاني وصول کړئ، ځکه دومره ستر چوپړ ته مو ملاتړلې ده چي یاد شوي سازمانونه یې په ډيرو مصارفو او ډیرو هڅو په ترسره کولو ونه توانیدل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button