Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د قرانکریم ادبي اعجاز!

لیکنه: مصطفی سالک

قرانکریم ګڼ اعجازونه لري، یو اعجاز یې ادبي اعجاز دی، او لامل یې دادی چې د اسلام د راتلو په زمانه کې ادب لوړ پوړ ته رسیدلی و.
د موسی علیه السلام په زمانه کې کوډې لوړ پوړ ته رسیدلی و نو الله تعالی د معجزې په توګه داسې امسا ورکړه چې ټولې کوډې یې ماتې کړې، د قران هم یو اعجاز دادی چې د عربو د ادب غرور مات کړي، د سوره نور یو ایت شریف ولولئ او بیا د قرانکریم د ادبي اعجاز پر اړه هم غور او فکر وکړئ، له ما خو یې د لوستي ادب ټول تشبیهات او ادبي انځورونه هیر کړي دي، ایت شریف دادی:

اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۳۵﴾

ژباړه : ( الله (تعالی) د ځمکې او اسمانونو نور دی، مثال د نور دده داسې دی لکه په یو تاخ کې چې ډیوه وي، دا ډیوه په شیشه کې وي او دا شیشه لکه یو ځلیدونکی ستوری وي او بیلږي د زیتون له یوې مبارکې اونې (تیلو) نه، چې نه په ختیځ کې ده او نه په لودیځ کې، نزدې ده چې دا تیل پخپله رڼا وکړي، سره له دې چې اور ورته ونه رسیږي، دا د رڼا دپاسه بله رڼا ده
الله تعالی د خپل نور خواته هغه څوک بیايي چې خوښه یې شي، او الله تعالی د خلکو لپاره مثالونه بیانوي،او الله (پاک) پر هر څیز پوه دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button