هلمند: دولتي مامورینو داعتراض په ډول خولې ګڼډلې دي

دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې داوبو دتنظیم دریاست مامورینو داعتراض په ډول خپلي خولې ګڼدلي دي دوی وایي چې په دولت کې له لس کلنې وظیفې سره سره تراوسه ورته دکور لپاره نمرې نه دي ورکول شوي
دوی زیاتوي چې زموږ دریاست مامورینوته دحکومت له لوري اعلان شوې نمرې دولایت چارواکو ترخپل منځ سره ویشلي او یا هم پلورلي دي
اعتراض کونکي دغه راز وایي چې ددولتي کارکونکو دلایحې په اساس هغه کسانوته چې داوسېدلو ځمکه نلري باید لومړی نمرې ورکول شي
دهلمند دولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل داعتراض کونکو اعتراض حق په جانب ګڼي او زیاتوي چې ددوی نمرې دولایت چارواکو ترخپل منځ سره ویشلي دي اتل دغه راز دولایت سرپرست والي هم تورن کړ چې دځمکو په غصب کې لاس لري
دیادوني وړه ده چې په لومړي ځل دولتي مامورینو دخولې دګڼډلو اعتراض کړی دی
جاوید احمد