ګډوله د انفجار په حال کې

خالد رعد

په دې وروستيو کې د ع او غ ګرم او سوړ تار يو ځای کېدو ته نژدې شوي چې شايد په پايله کې يو لوی انفجار رامنځته شي او له امله يې د کيري لخوا په ايلفي سريښ شوې ټوټې ټوټه ټوټه وپاشل شي او فرض کړي اهداف يې ايره شي.

آن د لويديځي انتصابونکې کمپنۍ لخوا چې له ګډولې راوتلي دغه دوه تارونه ګټې اخيستنې ته وړاندي کېدل، ضديت يې ښکاره و او د سياسي دوکان په يو او بل سر کې له ښودلو سره سم يې يو بل ته نژدې کېدل شروع شوي و مګر په نژدې شپو ورځو کې يې د ځينو سويچونو او پيوندونو لپاره په انتخاب شويو ځايونو خوځښت زيات او د يو بل لور ته حرکت ګړندی شوی چې ايلفي شوي نقاط يې نه يوازي د انفصال بلکه د انعدام له ګواښ سره مخ کړي.

دغه ګډوله د ديموکراتانو د کمپنۍ لخوا په لومړي ځل له يو شمېر متضادو موادو توليد شوه او ځيني داسي اړين مواد او پارچې يې د دوی د خوښي انتخاب ته پرېښودل شوې چې که له يوې مادې سره توافق لري له بلې سره يې ضرور يو ځای کېدل خطرناک ثابتېږي.

په اول کې د دې موادو ترمنځ انفلاقي جنبش په ظرف کې د ځای نيولو په سر ځکه رامنځته شو چې يوه ته يې د بل موقعيت لوی او زيات ښکارېده، دغه تاو تر اوسه شتون لري او لا په ګرمېدو روان دی، صادراتي کمپنۍ په دې تاو د اوبو تويولو په پار د سوړ تار په خوښه يوه نازکه او نرمه ماده غوره وبلله خو دا چې د ګرم تار بنيادي ماده خورا تلخه وه نو د دې مادې ورسره يو ځای کېدل يې له برداشته ووتل او نژدې و چې له امله يې په ګډوله کې انشقاق رامنځته شي، په دې سره صادراتي کمپنۍ سخت ټکان وخوړ مګر موظفينو يې له چالاکي نه په کار اخيستلو ياده نرمه ماده لري او د تجربې په اساس يې د ګډولې د انفجار په صورت کې يو بل کونج ته وساتله، دې کار نه يوازې د دې مادې بازار ته وتل او استعمال ځنډمن کړل بلکه دا يې په يوه ناکاره ماده تعريف کړه.

د ګډولې تکميل ته تر اوسه ډير وخت پاتې دی او لا هم ډيرو نورو حساسو موادو ته اړتيا لري، في الحال چې کومه ماده د ورګډېدو نمبر ته ولاړه ده، يوه داسي ماده ده چې د ګرم او سوړ تار ته دفاعي کار ورکوي او له بانديني باد او دباو نه يې ژغوري، خو دا داسي څه ګڼل کېږي چې که د يوې خوا زور په بلې هغې تير شي نو د ځان په ګټه يې کارولی او د بلې د موقعيت په نيولو يې محرکه کولی شي.

د دفاعي محلول د خالي ګاه ډکولو په خاطر د کمپنۍ لخوا په دوهم ځل هم د سوړ تار له مزاج سره سم څه غوره وبلل شول خو دې تلخي نه يوازي له ګرم تار سره ضديت درلود بلکه د بازار له خوږ مزاج سره هم برابره نه وه، که له دې سره سره هم بازار ته وړاندې شوې وای ګډوله به يې د بازاريانو له مخنيوي او داسي غبرګون سره مخ کړې وای چې د دفاع په ځای به يې په لوی لاس د انهدام په خوله ورکړې وه.

که څه هم د دې محلول له تشې پرته نور ډير کونجونو خالي پاتې دي او ډکولو ته يې اړتيا شته خو دا پکې اساسي غوندي حسابېږي، د صادراتي کمپنۍ له هڅو سره سره هم د دې مادې انتخاب لانجمن برېښي او د ګډولې وروستی جانس ګڼل کېږي، د منفجره موادو کارپوهان وايي چې که دغه ماده په بريا سره ورګډه شي بيا هم ګډوله له انفجار سره مخ ده، د انفلاق ټايمر يې په دومره تيزي او قوت سره د ټاکلې دقيقې په لور ټوپونه وهي چې په هيڅ صورت يې د سټاپ کولو امکان نه وينو.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button