د کرېکټ ۲۰۱۶ کال اسیاجام کې افغانستان ته هم زمينه برابرېږي

عزم (جمعه ۲۷وری) د ۲۰۱۶ کال کرېکټ  اسیا جام شورای اعلان وکړ چې د اسیا کرېکټ کپ سیالیوکې یو لړ بدلونونه رامنځته شوي .

د اسیا د کرېکټ شورای اجرایوي رائیس اشرف الحق رسنیو ته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د اسیا کپ راتلونکې لوبې به شل اوريزه وي،په دوه کلونو کې به تر سره کیږي او د اسیا شپږ ټیمونه به پکې ګډون کوي .

افغانستان او همدارنګه د نورو هېوادونو ټيمونو ته به په دغو سیالیو کې فرصت ورکول کیږي او د دې ترڅنګ د اسیايي هېوادونو دويمې درجې ټیمونو ته هم پکې  د سیالیو چانس رکول کیږي .

افغانستان ملي کرېکټ لوبډله د اسیايي کرېکټ شورای له لوري د راتلونکي ۲۰۱۶ کال اسیايي جام  شل اوریزو سیالیو جدول کې دولسم مقام ورکړی، ممکن افغانستان تر ټاکلې مودې پورې نورو نړیوالو مسابقو کې برخه واخلي او مقامونه ترلاسه کړي دغه درجه بندي به يي نوره هم نزدي شي .

اشرف الحق زیاته کړه چې د افغانستان په شمول د اسیا  د دویمې درجې دوو نورو ټیمونه ته به هم د بنګله دېش،سري لنکا،هند او پاکستان سره یو ځای  د اسیا جام سیالیو کې د گډون  حق ورکول کیږي .

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه معلومه نده چې د اسیا جام مسابقو لپاره ټاکنیزې مسابقې چیرته تر سره کیږي خو ويل شوي دي چې د اسیا جام سیالیو کې به   د برخې اخیستلو لپاره شرط داوی چې څلور اسیايي ملکونه افغانستان،عرب متحد امارت، هانکانګ او نيپال به پخپلو کې د کوالیفائینګ لوبې کوي له دې څلورو ټیمونو څخه به  یوازې دوه ټیمونه کولی شي چې کډون وکړي .

افغانستان تېر کال په لومړي ځل د اسیا جام کې برخه واخیسته چې کوربه هېواد بنګله دېش ټیم ته يي ماته وکړه .

افغانستان ملي کرېکټ ټيم سږ کال د نړیوال کرېکټ جام لپاره سریلنکا ،اسټرالیا په څېر قوي ټیمونو سره سیالۍ وکړې چې یواځې سکاټ لینډ ته يي ماته ورکړه او ښه بېټینګ يي ترسره کړي او خپله وړتیا يي نړيوالو ته وښودله ، نو تمه کیږي چې په راتلونکې ۲۰۱۶ کال اسیا جام کې ښه وځلېږي .

سميع شینواری

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button