په کراچي کې د نا څرګندو وسلوالو په ډزو کې یوه امریکايي ښځه وژل شوې

عزم/  د کراچي پولیسوویلي څو تنو نامعلومو وسلوالو په یوه امریکايي تبع ښځې باندي ډزي کړې او ځاي پر ځاي وژل شوې ده. پولیسو ویلي دا امریکايي ښځه چې (اتومبیل دبورالوبو)نومیږي د کلوفرنیا ایالت اوسیدونکې ده ،پولیسو ویلي اتومبیل چې  د کراچۍ په ښار کې یې د غاښو د ډاکترانو په یوه تربیتي مرکز کې د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله په داسي مهال تر برید لاندي راغلې چې د کار له دفتره د خپل کور په لور په موټر کې د حرکت په حال کې وه.

خبر زیاتوي اتومبیل په بدن او لاسونو څو مرمۍ لګیدلې او ځاي پر ځاي وژل شوې ده.

دپاکستان امنیتي چارواکو ویلي د اتومبیل د وژل کیدو انګیزه کیدای شي د نوموړې امریکایي توب وي.

دپيښې مسولیت تر دې دمه هیچا په غاړه ندي اخیستی، خو د واقعې په محل کې داسي ورقې موندل شوې چې پکې لیکل شوي دي (دا ښځه د دولت اسلامي د زمریانو او دخلافت اسلامي د شاهینانو لخوا په دې وجه ووژل شوه چې امریکايي تبع وه.)په دې ورقو کې چې په انګلیسي ژبه لیکل شوې وې ویل شوي، اې صلیبیانو! موږ د دولت اسلامي زمریان او د خلافت شاهینان یو نن مو دا امریکايی ښځه ووژله ، موږ په کمین کې یو تر څو هرځاي تاسو ووژنو او ان شاءالله تاسو ټول به په امریکا کې محاصره کړو او امریکا به په اور وسوځو.

د معلوماتو لمخې وژل شوې ښځه (اتومبیل دبورالوبو چې تر پنځوس کاله زیات عمر یې درلود په ۱۹۹۸ کې یې له یوه پاکستاني سره واده وکړ او په پاکستان کې اوسیده.

احمدبشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!