له ۱۹۴۸ کال راهيسي تر۲۳ زرو زیات اسرائيلي پوځیان وژل شوي

دیديعوت احرانوت اسرائیلي ورځپاڼي ليکلي، چي له ۱۹۴۸ کال راهيسي دجګړو په ترڅ کي ۲۳۳۲۰ تنه اسرائيلي پوځیان وژل شوي دي.
یادي ورځپاڼي داسرائیلو ددفاع وزارت په استناد ویلي، چي یوازي تیر کال ۱۱۶ تنه پوځیان وژل شوي دي، چي ۶۷ تنه يې په غزې داسرائیلو په وروستي یرغل کي ووژل شول.
داسرائیلي وژل شویو عسکرو په اړوند راپور کي ویل شوي، چي دهغو عسکرو شمېره چي دخښولو ځايونه يې څرګند نه دي ۵۵۳تنو ته رسيږي.
یادي ورځپاڼي لیکلي، چي په اسرائيلو کي ۲۰۴۹ يتيمان او ۴۹۵۸ کونډي موجودي دي.
دیديعوت احرانوت ورځپاڼي په هره جګړه کي په بیل ډول داسرائيلي وژل شویو عسکرو شمېره نه ده ښودلې.
دیادوني وړ ده، چي له ۱۹۴۸ کال راهیسي په لسګونو زره اسرائیلي پوځیان ټپیان شوي هم دي، اسرائیل چي دنړۍ له جګړه مارو هیوادونو څخه ګڼل کیږي تراوسه یې زیات شمېر جګړې ترسره کړي دي.
عادل خپلواک