دکلورین غاز له امله دسوري ماشومانو دوژل کېدلو ويدیو دم ـ م غړي په ژړا کړل

دملګرو ملتونو دامنیت شورا غړي وروسته ترهغه په ژړا شول، چي کله يې دبشارالاسد درژیم له لوري په ادلب کي دکلورین غاز دکارولوله امله ددرې ماشومانو دوژل کېدلو ويدیو وليدله.

دا ويدیو چي تیره شپه دملګرو ملتونودامنیت شورا په غونډه کي وښودل شوه، پکي ښکاري، چي ډاکټران ددرې ماشومانو دژغورني هڅي کوي، چي پکي بریالي نه شي او ماشومان ووژل شي.

سیمه ییز ډاکټر ویلي، چي ددې درې تنو ماشومانو مور، پلار او دکور یوشمېر غړي يې دکلورین غازو له امله وژل شوي وو، په ویدیو کي ښکاري، چي یوماشوم دخپلي وژل شوې مور په څنګ کي ساه ورکوي.

دغه ډاکټر توانېدلی، چي له دغې ويدیو سره له سوریې ووځي او دامنیت شورا په غونډه کي دغه ويدیو وښيي.

تیره میاشت درژیم له پوځیانو څخه دادلب ښار او یوشمېر نوري سیمي ونیول شوې، چي وروسته رژیم په دغو سیمو دکلورین زهرجن غاز وکارول، چي په ترڅ کي یې سلګونه کسان ټپیان او ووژل شول.

دغونډي ګډونوالو ویلي، چي دغې ویدیو ټول خلک وژړول.

له ۱۹۹۷ کال راهیسي په جګړو کي دکيمیاوي وسلو دمنعه کولو په ترڅ کي دکلورین غازو کارول هم منعه شوي دي، دکيمیاوي وسلو دمخنیوي سازمان ویلي، چي په سوریه کي درژيم له لوري کلورین غاز کارول کیږي.

دیاد سازمان استازي ویلي، چي ددې درې تنو ماشومانو دوژل کېدلو سبب هغه کلورین غاز شول، چي په سیمه کي درژیم له لوري دبېلري بمونو په ترڅ کي وکارول شول، یاد استازي ویلي، چي په سوریه کي یوازي رژیم چورلکي لري چي له هغو څخه په نظامي عملیاتو کي کار اخلي او په مټ يې بېلري بمونه غورځوي.

تردې وړاندي هم څوځله دسوريې رژیم دکیمیاوي وسلو په کارولو تورن شوی دی، چي په هرځل يې دا تور رد کړی دی.

کله چي په ۲۰۱۳ کال کي امریکا سوریې ته دبرید ګواښونه وکړل، دسوريې رژیم زیات کيمیاوي مواد نړیوالي ټولني ته تسلیم کړل، خو ویل کیږي، چي لااوس هم دبشارالاسد رژیم کیمیاوي وسلې لري، چي امریکاغواړي دغه وسلې ورڅخه واخلي.

دیادوني وړ ده، چي دبشارالاسد درژیم له لوري دکيمیاوي وسلو له کارولو پرته هم غرب او په ځانګړې توګه امریکانه غواړي چي داسرائيلو په څنګ کي دي کوم هیواد کيمیاوي وسله ولري.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button