عراق: دصدام حسین لومړی مرستیال وژل شوی

راپورونه وایي چې په عراق کې دپخواني ولسمشر صدام حسین مرستیال او داشغال په ضد دمقاومت مهم کس وژل شوی دی

عزت ابراهیم الدوري نن په صلاح الدین ولایت کې دجګړې په مهال وژل شوی دی

نوموړی چې ۷۲ کلن وو پخواني ولس مشر صدام حسین ښی لاس ګڼل کېده

دصلاح الدين ولایت چارواکي وایي چې الدوري نن د صلاح الدین ولایت په تکریت ښار کې وژل شوی تکریت دصدام حسین پلرنی ټاټوبی هم دی

الدوري دبعث ګوند له مخکښو کسانوڅخه وو  په ۲۰۰۳ کال کې په عراق باندي له امریکايي یرغل وروسته دامریکا له لوري دالدوري په سر لوړه جایزه هم اعلان شوه

دسیاسي چارو کارپوهان وایي دالدوري وژنه به طبعا داشغال اوښکېلاک دپلویانو لپاره دزيري په معنی وي

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button