لوستل يې بې فايدې نه دي
عبدالله عزام
- یوه ونه صلاحیت لري چې د یوه کال په دوران کې له فضا څخه ۲۵ کلو ګرامه جراثیم صفا کړي .
- په ۱۸۹۴م کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې صرف ۴ موټران و .
- د لمر حجم د ځمکي ۳۳۰۳۳۰ځله برابر دی .
- پخواني مصریانو به د تمساح ګندګي د حمل د بندولو لپاره استعمالول .
- د انګریزي ژبي تر ټولو اوږده کلمه [uncopyrightable]ده چې له ۱۶ حروفو څخه جوړه ده او یو حرف هم دوه ځله نه پکي تکراریږي .
- ګیدړي په ټول ژوند کې یو ځل یو دبل سره د جماع نزدېکت کوي او کله چې یې ښځینه مړه شي نو نر یې بیا ټول ژوند مجرد ګرځي .
- په چین کې له ۵۰ زره څخه زیات دریابونه موندل کیږي .
- رومیان د نړۍ تر ټولو مشهوره ترکاري ده او له کیلې څخه په زیاته اندازه خرڅیږي .
- د فرانسې د سیاحانو کلنی شمېر دهغې له اوسېدونکو څخه زیات وي او د اوسېدونکو شمېر یې ۶۰ ملیونه دی .
- ګولف یوازینی هغه لوبه ده چې په ۱۹۷۱م کال کې په سپوږمۍ کې وشوه .
- پر څړکونود موټرونو د تېرېدلو لپاره وضع شوي اشارې د موټرانو له ایجاد څخه مخکي رامنځته شوي دي .
- په نړۍ کې ۲۷۰۰مختلفي ژبي ویل کیږي چې اکثره یې په اسیا کې دي .