دبلیک کیتي پرقرآن کریم اعتراض او دهغه ځواب

استاد عبدالغفار جبیر
داسلام پیغمبر دهارون علیه السلام دخور مریمې ا و دحضرت عیسی علیه السلام دمور دمریمې په توپیر نه پوهیدی ـ نعوذبالله
سوال: په سورت مریم کي راځي:
يَا أُخْتَ هَارُ‌ونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَ‌أَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا ﴿٢٨﴾ (سورت المریم: ۲۸)
ژباړه: ای دهارون خورې نه ستا پلار بد سړی وو اونه ستا مور بدکاره ښځه وه.
داد بې بې مریمې په هکله ده، حال داچی کیسه دحضرت عیسی علیه السلام دمور دبې بې مریمې په هکله ده، او حال داچي بله مریمه دحضرت موسی علیه السلا م او حضرت هارون علیه السلام خور وه، نودلته قرآن په دې غلط دی چي کیسه دحضرت عیسی علیه السلام دمور دمریمې ده او دلته دهارون علیه السلام دخور دمریمې ذکر شوی دی.
ځواب: عبدالغفار جُبیر
دامنو چي حضرت موسی علیه السلام او حضرت هارون علیه السلام خور بې بې مریمه وه، او ددې دوو مریمو ترمنځ ۱۰۰۰ کاله یا ۱۳۰۰ کاله تیرشویدی، خو دلته دخور څخه مطلب دیني خورده، یعني په بني اسرائیلو کي حضرت موسی علیه السلام او حضرت هارون علیه السلام ډیر ستر مقام لری، داچي دحضرت عیسی علیه السلام مور بې بې مریمې رضی الله عنها هم دینداره او عفت ناکه ښځه وه نو ځکه یې نسبت و حضرت هارون علیه السلام ته شوی دی، په دیندارۍ کي.
بله خبره داده چي په قرآن کریم کي ورور او خور نور ډیر ځایونه هم راغلي دي چي نه سکني دي او نه رضعي دي بلکې دیني وروڼه دي لکه:
۱: وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا الاعراف: ۶۵
ژباړه: او (د) عاد (قوم) ته مو دهغوی ورور هود (ولیږه).
دلته حضرت هود علیه السلام دقوم عاد نسلي ورور دی.
۲: وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا الاعراف: ۷۳
ژباړه: او (د) ثمود (قوم) ته مو ددوی ورور صالح (ولیږه).
دلته حضرت صالح علیه السلام دقوم ثمود نسلي ورور دی.
۳:وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا الاعراف: ۸۵
ژباړه: او مدین ته مو ددوی ورور شعیب ( ولیږه).
دلته حضرت شعیب علیه السلام دمدین دخلکو نسلی ورور دی.
۴:إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ نُوحٌ أَلَا تَتَّقُونَ الشعرأء: ۱۰۶
ژباړه: هغه وخت (یاد کړه) چي هغوی ته دهغوی ورور نوح ویلی وو چي ایا تاسی نه ویریږي؟
دلته حضرت نوح علیه السلام دخپل قوم نسلی ورور دی.
۵:إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ   الحجرات: ۱۰
ژباړه: بې شکه چي مؤمنان یو دبل سره وروڼه دي.
دلته ټول مسلمانان دیني وروڼه دي.
۶:وَالَّذِينَ جَاءُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَ‌بَّنَا اغْفِرْ‌ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ  الحشر: ۱۰
ژباړه: ای زموږ  ربه موږ او زموږ وروڼه او هغه کسان چي په ایمان کي تر موږ لومړی داخل شویدی وبخښه.
دلته مؤمنان سره دیني وروڼه دي.
په پورتنیو ټولو مبارکو ایاتونو کي چي د ورور توری راغلی دي په دې کي یو هم دسکني ورور یا رضعي ورور لپاره نه دی راغلی بلکې دیني ورور، یالکه دقوم ورور، لکه حضرت شعیب علیه السلام وخپل قوم، چي ورته دقوم ورور ویلي دي، یالکه حضرت صالح علیه السلام وخپل قوم ته، یالکه حضرت هود علیه السلام وخپل قوم ته، یا لکه حضرت نوح علیه السلام وخپل قوم ته، داسی نه وه چي دهر نبي دغه ټوله قوم دیوې مور څخه پیداشوي وه.
او بې بې مریمه علیها السلام چي نسبت یې و حضرت هارون علیه السلام ته شویده، نو دلته څو وجهی  دي :
۱: په حدیث شریف کي راځي چي دبې بې مریمې رضی الله عنها دحضرت عیسی علیه السلام دمور ورور هارون نومیدی چي په زهد او تقوا کي په بني اسرایلو کي مشهوره وو.
۲: بې بې مریمه رضی الله عنه دحضرت هارون علیه السلام دنسله څخه ده نو ځکه وهغه ته منسوبه ده، لکه پورتني نور انبیاء علیهم السلام چي وخپل قوم ته منسوب او وروڼه ورته ویل شویدي.
۳: داچي بې بې مریمه علیها السلام داسي دینداره وه لکه حضرت هارون علیه السلام او حضرت موسی علیه السلام، نو ځکه یې نسبت وحضرت هارون علیه السلام ته شوی دی.
داچي تاسي په قرآن کریم کي په ټکرونو پسې ګرځي اوس به دبایبل یوه نمونه درته ذکر کړم او تاسی دغه معما حل کړي:
په بایبل کي راغلی دي چي حضرت عیسی علیه السلام څلور پلرونه لری لکه:
ا: یوسف۔ (متی ۱: ۱۶)
دلته یوسف نجار دحضرت عیسی علیه السلام پلار دی. (نعوذبالله)
ب: دخدای ځوی دی۔ (مراقس ۱: ۱)
دلته خدای دحضرت عیسی علیه السلام پلار دی. (نعوذبالله)
ج:دداود اوابراهیم ځوی دی۔ (متی ۱: ۱)
دلته حضرت عیسی علیه السلام هم د داؤد او هم دابراهیم زوی دی (نعوذبالله)
حضرت عیسی علیه السلام ستاسو په آند دیوسف زوی دی، دخدای زوی دی، دداؤد زوی دی ا و همدارنګه د ابراهیم زوی دی، اوس یو کس او څلور پلرونه، دامعما تاسی څنګه حل کوي؟؟؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button