د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پوهنتونو له متقاعدو استاذانو سره کتلي

عزم (چهارشنبه، ۲۷/۲/۱۴۰۲): د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پوهنتونونو له یو شمېر متقاعدو استاذانو سره کتلي.
دغه لیدنه چې پرون په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د استاذانو په مشري قاضي ګل الرحمن وویل: له اسلامي امارت مننه کوو چې تل یې د ملت پر مخ دروازې پرانیستې او د خلکو غوښتنې یې په سړه سینه اورېدلې.
نوموړي وویل: ولسونه باید د شته نظام د بقا او ثبات لپاره له فرصتونو استفاده وکړي.
د ده په خبره: «افغان ملت په تېرو څو لسیزو کې له جنګ ډېر کړیدلی دی، افغانان نور له جنګ څخه نفرت کوي او په هېواد کې له اسلامي نظام او امنیت څخه خوښ دي.»
بل لور ته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له استاذانو مننه وکړه او ویې وویل: د اسلامي نظام په ټینګښت کې د افغانانو قربانۍ د ستایلو وړ دي.
نوموړي له حکومت سره د بانفوذو اشخاصو همکاري د ویاړ ځای وباله او زیاته یې کړه چې د افغانستان په جوړولو کې په ګډه کار وکړو.
ده له استاذانو هم وغوښتل چې د هېواد په بېا رغولو کې ورسره خپلې مشورې شریکې کړي.