د اسلامي ثقافت پر وړاندې پراته ګواښونه
تېر پسې…
۲ ــ فکري یرغلونه:
دغه یرغل غیرمسلح یرغل دی چې افکار او خیالات تر برید لاندې نیسي. په نتیجه کې دین، ثقافت، اخلاق او افکار له منځه وړل کیږي چې وسایل یې په لاندې ډول دي:
اعلام:
د خپرونې وسایل: راډیو، تلویزیون، سینما، تیاتر، مجلې، اخبارونه، بروشرونه، انټرنیټي منحرف لادینه سایټونه او داسې نور…
چې په اسلامي معتقداتو پسې بد پروپاګند کوي. د دین او دیني احکامو په اړه شکونه او شبهات راپاروي او همدارنګه فسق، فجور، بې حیايي، بربنډتوب، موسیقي، اختلاق، زنا، لواطت، نڅا، عیاشۍ او فحاشۍ ته بلنه کوی. اوسمهال زیاتره فضايي شبکې باطل افکار او د اسلام په هکله شکونه او شبهات خپروي.
استشراق:
د لویدیځ پوهانو یوه ډله ده، چې د ختیځ علوم (عربي ژبه او قران کریم) یې زده کړي دي. د اسلام په هلکه د خلکو په زړونو کې شکونه او شبهات اچوي. په علمي ډول د اسلام مقابله کوي او همدارنګه په بې ځایه او ناروا پروپاګند لاس پورې کوي. اسلام هم په بت پالو دینونو کې شمیري او وایي چې دوی کوټې ته عبادت کوي؛ په داسې حال کې چې اسلام سراسر توحید دی. د دوی زیاتره لیکنې له بې ځایه تعصب او دښمنۍ څخه ډکې دي. زیاتره مستشریقین د استعمار لاسپوڅي او جاسوسان دي. په اسلامي هېوادونو کې هم اکاډمیک شخصیتونه د دوی مرسته کوي. یوازې په منځني ختیځ کې یو زر او شپږ سوه مستشرقین په کار بوخت دي.
سره له دې چې لویدیځوال په خپله له نصرانیت څخه بېزاره دي؛ مګر دوی د مسلمانانو په نصراني کولو کې زیار باسي او هلې ځلې کوی چې په اسلامي هېوادونو کې کلیساګانې ودانې کړي. د دغه کار لپاره په میلیاردونو ډالر بودیجه ټاکي. د تنصیر مهم وسایل یې: تعلیم، روغتیا، راډیو، تلویزیون، مجله، اخبار او د فقیرانو او سیلاب ځپلو لاس نیوی دی.
سیکولرېزم:
په اسلامي هېوادونو کې د سیکولرېزم او بې دینۍ لور ته د خلکو بلنه او د سیاست، اقتصاد، قانون، ټولنې او تعلیم څخه د شریعت ګوښه کول شامل دي.
لادینه ډلې ټپلې:
دوی د لا دینه ډلو ټپلو، نړیوالو کنفرانسونو او د خپرونې د بېلابېلو وسایلو له لارې د غرب فرهنګ ته وده ورکوي چې د دغو کنفرانسونو محوري ټکي کورنۍ او ښځه، جنسي حقوق، د اولاد غورځول، همجنس بازي، د ښځینه او نارینه د حقوقو برابري، په میراث کې مساوات، د زنا او لواطت جواز او د زوجاتو د تعدد مخنیوی دي.
لیکنه: محمد شریف رحماني