د جوزجان د والي مرستیال: د قشقرې پر پروژې به ډېر ژر کار پیل شي

عزم(چهارشنبه، د غوایي ۲۷مه، ۱۴۰۲): د جوزجان د والي مرستیال په دغه ولایت کې له ځوانانو سره په ناسته کې د قشقرې پروژې په ګډون د یو شمېر نورو پروژو او رغنیزو چارو په اړه ځوانانو ته مالومات ورکړل. د جوزجان د والي مرستیال ګل محمد سلیم ویلي چې دوی د آمو سیندیزې حوزې په برخو کې له چینایانو سره یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي او ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي.
ښاغلي سلیم ځوانانو ته زېری ورکړی چې د یادو پروژو په پلې کېدو سره به سلګونو روزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او هم به خپل کادرونه او انجینیران د یادو پروژو د طرحې او ډیزاین لپاره وګوماري.
همداشان له ښاغلي سلیم سره ځوانانو د یادې لیدنې پر مهال د دې پروژو پر پیل خوښي ښوولې او د یادو رغنیزو پروژو پیل یې په ښه شګون نیولی. دې شمېر ځوانانو له دولت څخه د ورته پروژو د شمېر د زیاتوالي غوښتنه کړې او هم یې هیله څرګنده کړې چې دولت به یې د بې کارۍ غم خوري.
د یادونې وړ ده چې د قشقرې بلاک د امو سیندیزې حوزې په دغو تړونونو کې په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د تېلو استخراج هم شامل دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button