نړيوال اسلامي جهادي امت بايد داسلامي امارت پوره احسان ومني

لیکوال: عبدالرحمن غزنوي

دابه ډيره ناشکري وي چې په هغه چاپسې خپله ژبه وباسي چې ده ته يې د جهاد عظيمه او معطله فريضه راژوندۍ کړه او ټولې نړۍ ته يې ځان د ناجي په صفت ثابت کړ .

هغه ټولنه او باتور د افغانستان مظلوم او غيرتي ولس وو چې له پيړيو وروسته يې په اسلامي امت کې د جهاد ساه پوه کړه او د ډيرو مستعمره ولسونو د نجات سبب شول ، خپل ځان يې ټوټې ټوټې کړ خو نه يوازې اسلامي امت بلکه ډيری کفري ملتونه يې هم د سره ښکيلاک له غمه خلاص کړل ، خو يوازې سور ښامار نه وو چې د افغانانو وينې يې وزبيښلې بلکه غربي ښاماران له سره ښاماره بدتر او زيات زهرجن وو چې د افغانانو په شمول ټول اسلامي امت يې په خپلو زهرو ټپي کړ ، چې مخنيوي ته يې بيا هم افغان شازلميو توره له تيکي بهر کړه او ټولو مسلمان ځوانانو ته يې د زړورتيا چل ور وښود .

افغانانو په داسي حال کې له اسلامي امت سره لوی احسان ترسره کړ چې د مسلمانانو لپاره جهاد يو داستان او منسوخ شوی حکم ګڼل کيده ، د تعليم او تعلم په برخه کې هم په ټوله اسلامي نړۍ کې د جهاد باب يو له هغو بابونو څخه وو چې درس او تدريس يې بې فائدې بلل او داوس لپاره د الله تعالی دا عظيم حکم معطل پاتې شوی وو .

هغه خلک چې اوس افغانانو ته رنګارنګ نسبتونه کوي او خپل ځان پوره بولي ، خپل ځان له ټولو د امارت او مشرتوب حقدار بولي.

 هغوی په همدې افغان هستوګنه سيمه کې د جهاد باب زده کړ

دلته يې د جهاد تعريف او احکام ولوستل

د جهاد او قيام درس يې له دې ځايه له ځان سره يووړ

او د ازادۍ الهام يې له افغانانو واخست .

هغوی په خپل ټاټوبي کې د اسلامي ژوند کولو فکر هم نه درلود، نو ځکه يې پناه افغانانو ته راوړې وه يوازې افغانان وو چې د دوی په سر يې خپل ځان د نړۍ له زبر ځواک سره په ټکر کې واچاوو.

خو عجيبه داده چې نن يې هر څه هير شول هغه وخت يې هم هير شو چې افغانانو خپل وطن د نورو مسافرو په څير د دوی روزن ځای ګرځولی وو ، دوی په پراخه پيمانه خپل ځان روزلو، هيڅ دا فکر يې هم نه کاوو چې مونږ ته دې هم  له کومې خوا کوم ګواښ متوجه وې ، له همدې ځايه يې نړۍ ته دجهادي فکر رسولو کوښښ کاوو، اسلامي امارت يې د نازولو ميلمنو په څير خدمت کاوو، هغه وخت يې دا نه ويل چې زمونږ هدف نړۍ نيول دي ، هغه وخت يې د (بيعت راسره وکړئ ) غږ په ياد هم نه وو، دايې نه ويل چې زمونږ هدف سرحدونه نړول او ټوله اسلامي نړۍ يو هيواد جوړول دي ، دا الهام خو يې هم له اسلامي امارت څخه واخست ، ځان يې برابر کړ . او اوس چې لوی شو نو پوی شو؟.

 خو نن يې خپله ژبه او قلم اسلامي امارت ته په انتقاد څرخيږي چې ولي د ټولې نړۍ د نيولو چيغې نه وهي ، ولي دا نه وايي چې ولاکه يو هيواد هم پريږدو، نه له چاسره تعلق غواړو نه روابط ، نه دهغو مسلمانانو پروا کوو چې په مستعمره هيوادونو کې بې اسرې اوسيږي او نه د مسلمانانو د هغو جوماتونو پروا لرو چې په غرب او شرق کې د کفر په منځ کې د مسلمانانو د ژوند نښه ده .

ولي ؟؟

بيا هم ولي ؟؟

ايا د کفر قبائح ختم شول چې خپل قلم ورباندې وڅرخوې ؟

ايا ستا قلم او ژبه په دې نه اوړي چې د همدې محسنانو مناقب بيان کړې او په پيښو خطاوو يې پرده کش کړې ؟

ايا ستا استاذ عزام په دې نه پوهيده ؟ ، که هغه څه نه ويل؟ او که ته له هغه څخه زيات هوښيار شولې ؟

آخر څه در پېښه ده ؟

جواب يې بايد په ښه فکر سره وکړې .

دوی نه يوازې اسلامي امارت ته په انتقاد بسنه کړه بلکه خپل امراء او مشران  يې هم پرېنښودل ، هغوی ته يې هم خپله د ژبې او زور توره داسی راواړوله چې نه يې پوره فکر وکړ او نه يې هم لږ صبر.

اسلامي امارت او د دوی دويمه درجه استادان چې په تيره ديرش کلنه موده کې يې قسم قسم ازموينې ورکړې او اوس پوره او پخه تجربه لري په بيا بيا د نصيحت چيغې ورته وهي او د پوهولوکوښښ يې کوي چې ګورئ جهاد يوازې جذبه نده ، کومه دعوه چې مونږ او تاسې يې لرو وړه خبره نده ، کومه خبره چې ستاذهن ته اوس رسيدلې او پوره فکر دې هم نده پرې کړی ، په هغې کې مونږ ټکرونه خوړلي ، مونږ ته اوس د ملامتيا ګوته مه نيسه ، په دې خبره لا ستا سر  سم نده خلاص، داخبره وروسته وړاندې عکس العملونه لري ، يوې او بلې خواته اړخونه لري ، دلته قدم په احتېاط اخله ، خپل دوست او دښمن ښه کره وڅيړه ، خپله د ځوانۍ څپيړه د دوست په مخ مه واروه ، ګوره په يوه څپيړه سل مخونه خوږيږي ، ګرانه ته لا ځوان يې ، تاته د ژوند ټول اړخونه نه معلوميږي ،په دې لاره ستامزل غير عادي ده ، لاپوره ورسره بلد نه يې، پام کوه وړاندې ګړنګونه دي ، مخکې نور سخت پړاونه دي ، دالار تجربه او هوښياري غواړي ، قدم په قدم د خپلو اسلافو پل ته ګوره ، ستا يو غلط قدم به امت له ګړنګه خطا کړي ،اوس لا امت يو څه لاره موندلې او په يوه صف کې دريږي ، ګوره د خدای په لحاظ ته يې په نيمه لاره کې مه جلاکوه ، مخکې او وروسته د ټول امت خيال وساته ، ګوره چې ځان مخکې کوې نو يوار خپل ځان ته ښه پام وکړه او خپله تګلاره ښه وګوره ځکه امامت څه وړه خبره نده ،  لوی بوج اوچتول دي هسي نه چې په ملا کې دې بريښ نه شي ، که يې خامخا په غاړه اخلې نو خپلونورو وروڼو ته دې د کومک غږ وکړه له هغوی بي پروا کېږه مه. او مه يې خفه کوه ، ته د هغوی مرستې او مشورې ته اړ يې،ته بايد د هغه چا احسان هير نه کړې چې ستا دې ځای ته په رسيدو کې يې ستا تربيه کړې ، ته امامت کوه خوخپل استادان خپلې اقتدا ته مه مجبوروه ، تر تا چې له مخه کوم جماعت ولاړ ده، هغه مه فاسدوه ، ته دثواب په حرص کې ځان د عصيان کندې ته مه لړه کوه ، د خپلو مټو زور دې مظلومان او خپل ملګري ونه ځوروي ، که ځان درته قوي ښکاري اول خپل زور زورور ته ورښکاره کړه ، احساساتي کېږه مه ، ته بايد داسې نشې چې لانجه جوړه کړې او د حل طريقه يې درڅخه ورکه وي او يا کوم زورور ته لاپې ووهي خو ميدان ته نور ور مخ ته کړې  او خپله شاته ولاړ شې .

دلته ډير آهونه دي ، نيم کړم زخمونه لا بې ټکوره پراته دي ، يتيمان هم سلګۍ وهي ، ګوره ته لا د نيم پاته کتاب طالب يې ، پام چې د کتاب له نيمې برخې فتوی ونه کړې ، خپله مطالعه کره کړه بيا حکم کوه ، په تيرو نيمګړو فتوی ګانو دې هم له سره غور وکړه ، شهيدو استادانو ته دعاوکړه ، ګوره پام چې هغوی ته په بې ادبي خپل داسلام دښمن خو شاله نه کړې ، ابوبکر او عمر له څلورو يارانو دوه وو ، اسامة بن زيد هم د لښکر مشري ته رسول الله انتخاب کړی وو .

اصيل اوسه تل ، د اصالت خويونه زده کړه ، ګوره هيڅ کله بي وفايي ونه کړې ، د محسنانو احسان هير نه کړې .

 ګوره پام ، پام کوه چې پورته خبري ستا په ګټه دي عمل کول هم پرې اسانه دي نوره ستا خوښه ګرانه !

کله به هم ته اسلامي  امارت ته په انتقاد باتور ونه بلل شې او نه به اسلامي امارت پر تا شفقت هير کړي . خو ګوره چې ته يې احسان هير نه کړې .

*******

بيا هم نړيوال اسلامي جهادي امت بايد داسلامي امارت احسان ومني او په درنه سترګه ورته وګوري.

په ټول احترام او درناوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button