سعودي عربستان: پنجشنبه د روژې لومړۍ ورځ ده
(عزم : چارشنبه ، غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل)
د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان کړی چې نن چارشنبه د شعبان ۳۰ مه ده او د پنجشنبې ورځ به د روژې لومړۍ ورځ وي،په سعودي عربستان کې دمياشتې د ليدو کميټې مسؤلين د هيواد په لرو بر کې د روژې د مياشتې ليدلو له پاره ناست وو خو د روژې مياشت يې ونه ليده
نو له همدې امله يې د پنجشنبې ورځ د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه.
د يادونې وړ ده چې د روژې او اخترونو په ورځو کې د نړۍ زياتره اسلامي هېوادونه د سعودي عربستان اعلان ته ګوري هر کله چې سعودي عربستان د روژې يا اختر اعلان کوي زيات نور هيوادونه هم روژه او اختر اعلانوي.
ويل کيږي چې سعودي عربستان د مياشتې د ليدلو فعال او پرمختللی سيستم او اداره لري چې په ښه توګه د هجري قمري د مياشتو د ليدلو لومړيتوب يې ترلاسه کړی.
د عزم ويب پاڼې اداره د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه ګرانو هېواد والو ته د روژې د رارسېدو په مناسبت د زړه له تله مبارکي وي الله ج دې په روژه کې ټولو مسلمانانو ته د ښو عباداتو توفيق ورکړي.
عبداللطيف نظيف