مصر: محمد مرسي د عمري بند په سزا محکوم شو
قاهره (عزم : چارشنبه ، غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل)
د مصر يوې محکمې د دغه هيواد پخوانی ولسمشر ډاکټر محمد مرسي د سه شنبې په ورځ په عمري بند محکوم کړ محکمې په ښاغلي مرسي تور پور کړی چې دفلسطين له جهادي ډلو (چې دغې محکمې تروريستان بللي) سره يې لاس درلود، دښاغلي مرسي ترڅنګ د اخوان المسلمين ګوند ۱۷ تنه نورو پلويانو ته هم د عمري بند سزا اورول شوې ده ،محمد مرسي تېره مياشت هم له يادې محکمې څخه د زندان په ماتولو تورن شوی و، دمصر دولتي محکمې د اخوان المسلمين يو بل مشر، خیرت الشاطر او دوو نورو ته هم د مرګ سزاوې واورولې.
په مصر کې عمري بند ۲۵ کاله دی.
محکمې ويلي چې د مرسي او نورو په تړاو دغه پرېکړې به د مصر ستر مفتي ته د تائيد لپاره واستول شي.
په ۲۰۱۳م کال کې د پوځ مشر جنرال عبدالفتاح السيسي د مصر دمنتخب ولسمشر ډاکټر محمد مرسي په حکومت کودتا وکړه او د اخوان المسلمین ګوند يې په تروريست وباله.
عبداللطيف نظيف